د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا: چین کې اویغور اقلیت د خپلو بشري حقونو سزا ګالي


د چین حکومت تورن دی چې له اویغور مسلمانانو سره توپیري چلند کوي
د چین حکومت تورن دی چې له اویغور مسلمانانو سره توپیري چلند کوي

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب وايي دا ښکاره خبره ده چې په چین کې د اویغور مسلمانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي.

ښاغلي راب د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۱۹ (چنګاښ۲۹) وویل: "دا معلومه خبره ده چې هلته په لویه پیمان له بشري حقونو سرغړونه کیږي. موږ په همدې خاطر په جینوا کې د ملګرو ملتونو له ۲۷ غړو سره دا مسئله شریکه کړه چې د اویغوریانو د بشري حقونو او د هانګ کانګ په اړه له چین سره خبرې وشي."

د رویټرز خبري اژانس وايي چې په برتانیا کې د چین سفیر لیو ژیاومینګ ویلي دي‌ چې اویغور په چین کې خوشحاله ژوند لري او مساوي چال چلند ورسره کیږي.

د برتانیا حکومت داسې مهال په چین باندې د اویغور اقلیت د بشري حقونو د زیانمنولو په اړه انتقاد کوي چې تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو هم له دې پلوه اندېښنه ښودلې وه.

راپورونه وايي چې چین د اویغور مسلمانانو سره توپیري چلند کوي او میلیونونه اویغوریان یې نیولي‌ او په ځانګړو شویو کمپونو کې یې بندیان کړي‌.

همدا څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د خزانې، سوداګرۍ او داخلي امنیت‌ وزارتونو امریکايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې له چین سره په تجارت کې محتاط‌ واوسي، ځکه چې ښايي دا تجارت له هغو خلکو سره تړاوو ولري چې د چین په ژینیانګ او نورو سیمو کې د اجباري‌ کارونو په ګډون د بشري حقونو په سرغړونو کې دخیل دي.

په دغې خبرداري‌ کې دا هم ویل شوي وو:"د ۲۰۱۷د اپریل له میاشتې راهېسې، د چین د خلکو جمهوریت د اویغور او نورو مسلمانو اقلیتونو د ځپلو سیستماتیک کمپاین پیل کړی چې په لویه پیمانه خودسرانه توقیف، د نفوسو اجباري کنترول او اجباري کار په کې شامل دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرداری ورکړی چې د چین له لوري د نژادي او مذهبي اقلیتونو هدف ګرځول او اجباري کار اوس یوازې د ژینیانګ په سیمې پورې محدود نه دي، بلکې د دغه هېواد په ټولو برخو کې روان دي.

XS
SM
MD
LG