د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو عراق ته: که برید وشو، امریکا به د ځان دفاع وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د عراق صدراعظم ته خبرداری ورکړ چې د برید په صورت کې به د امریکا متحده ایالات د ځان نه د دفاع لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي پمیپیو دغه خبرداری د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۶ وروسته له هغې ورکړ چې په یوې عراقي پوځي اډې باندې د توغندي برید وشو. پدغه اډه کې د داعش ضد امریکایي سرتیري دیره دي.

ښاغلي پمپیو د عراق د صدراعظم عادل عبدلمهدي سره د یکشنبې په ورځ له هغې خبرې وکړې چې په تیره اونۍ کې د بغداد په شمال کې په پوځي اډې باندې په دوهم ستر راکټي برید کې درې امریکایي او څو عراقي سرتیري زخمي شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې د ښاغلي پمپیو له قوله لیکلي چې د عراق حکومت باید د امریکا په مشرۍ ایتلاف دفاع وکړي چې د داعش په ضد مبارزه کوي.

د عراق پوځ ویلي چې د عراق د هوایي دفاع څو تنه سرتیري په دغه برید کې سخت ټپیان شويدي. د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د دریو امریکایي ټپي شویو سرتیرو څخه دوه یې سخت ټپي دي او په بغداد کې په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې د امریکا او ایران ترمنځ د اوږدې دښمنۍ زیاتې پیښې د عراق په خاوره کې شوې دي.

ایران پلوه ملیشه ډلې په پرله پسې توګه په عراق کې په هغه پوځي اډو بریدونه کوي چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي. دوی همداشان په بغداد کې د امریکا سفارت شاوخوا ساحو باندې هم بریدونه کوي.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د امریکا په یو هوایي برید کې د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني او د حزب الله کتایب ډلې مشر مهدي المهندس پکې ووژل شول.

ایران بیا په یو غچ اخیستونکي برید کې د عراق په الاسد اډې کې په مېشتو امریکايي ځواکونو بالستیک میزایل وتوغول خو چارواکي وايي تلفات یې نه درلودل.

د ایران د بالستیک میزایلو له برید وروسته د امریکا د دفاع وزارت له عراقي مقاماتو سره په خبرو بوخت دي چې په عراق کې د پتریوت راکټي دفاعي سیستم ځای پر ځای کړي.

XS
SM
MD
LG