د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو په دوحه کې د بین الافغاني مذاکره کوونکو سره ګوري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ۷ هیوادونو د سفر په لړ کې د قطر پایتخت دوحې ته رسیدلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ۷ هیوادونو د سفر په لړ کې د قطر پایتخت دوحې ته رسیدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن د شنبې په ورځ، نومبر ۲۱ (لیندۍ۱) د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی. ټاکل شوې ښاغلی پمپیو به په دوحې کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو ډلو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې د بین الافغاني مذاکره کوونکو ډلو سره ګوري چې نن په کابل کې د راکټونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپي شول. طالبانو په برید کې خپل لاس لرل رد کړیدي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مایک پمپیو به د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو سره جلا جلا وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به همدارنګه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره هم وګوري.

د پمپیو د ملاقات نه یوه ورځ وړاندې ویل کیږي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د اختلاف هغه اساسي نقطې حل شوي دي چې خبرې یې له خڼډ سره مخ کړې وې.

ویل کیږي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ په خبرو کې د اختلاف دوه مهم ټکي و چې اوس حل شوي. لومړی دا چې طالبان پدې ټینګار کوي چې په هیواد کې به د حنفي فقې له لارې مسایل حل او فصل کیږي خو د افغانسنتان مذاکره کوونکي بیا وایي چې ښایي دا کار د شعیه ګانو سره د تبعیض لپاره وکارول شي.

د اختلاف بل ټکی د طالبانو د امریکا د متحدو ایالاتو تر منځ د سولې موافقه ده. دا چې د افغانانو تر منځ د سولې په موافقې په رڼا کې به ددې موافقې آینده څه ډول وي او څه به ورته ویل کیږي.

د ښاغلي پمپیو د دې ملاقات نه شاوخو یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل عسکر کموي او د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۱۵ مې به ۲ زره عسکر د افغانستان نه وباسي. امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۴۵۰۰ عسکر لري.

XS
SM
MD
LG