د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د کمیدو په اړه غبرګونونه


د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې تر ۱۵ مې شاوخوا ۲ زره امریکایي عسکر د افغانستان نه باسي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې تر ۱۵ مې شاوخوا ۲ زره امریکایي عسکر د افغانستان نه باسي.

د امریکا د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په افغانستان او عراق کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د کمیدو خبر ورکړ. د دفاع وزارت ویلي چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په امر به د افغانستان نه شاوخوا ۲ زره عسکر د بل کال د جنوري د میاشتې بورې باسي.

د افغانستان حکومتي چارواکو د امریکایي عسکرو د شمیر کمیدل با بیزه بللي. د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي چې ۹۶ په سلو کې عملیات دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلواکه توګه کوي او زیاتوي چې " مونږ چمتو یو چې د دښمن په مقابل کې د خپل هیواد دفاع وکړو".

ارګ همدرانګه ویلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرسټوفر میلر سره په ټیلیفون کې خبرې کړي.

د ارګ په ویب پاڼې کې ویل شوي چې ښاغلي غني او ښاغلي میلر د افغانستان د سولې د پروسې تر څنګ د افغانستان د امنیتي اودفاعي ځواکونو سره د امریکا د "معنی لرونکي" ملاتړ په دوام غږیدلي. د خبرو پر وخت د امریکا د لوی درستیزانو د عمومي کمیټې مشر جنرال مارک میلي هم حاضر و.

تر دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ته کاندید وزیر، اسدالله خالد هم ویلي و چې د امریکایي سرتیرو د وتلو په هکله اندیښنه نلري.

ښاغلي خالد چې د سه شنبې په ورځ یې په ولسې جرګې کې د باور د رایې د اخیستو په خاطر خپل پلانونه شریکول وویل چې، " بهرني ځواکونه به په بشپړه توګه د افغانستان څخه ونه ووځي". ښاغلي خالد همدارنګه ویلي و چې ښایي د بهرنیو ځواکونو شمیر زیات شي خو دا یې په ځانګړي ډول نه و ویلي چې دا بهرني ځواکونه به امریکایي او که د نورو هیوادونو وي.

بل پلو جرمنی بیا د افغانستان نه د امریکایي عکسرو په بیړنۍ توګه وتلو ته اندیښنه ښودلې. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې ښایي د عسکرو په ایستلو کې بیړه به د سولې په خبرو اغیزه وکړي. ښاغلي ماس ویلي،

" مونږ باید نور خنډونه پیدا نکړو او د شک پرته چې په بیړه د افغانستان نه وتل به د دې سبب شي".

جرمني اوس مهال په افغانستان کې سل ګونه عسکر لري چې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان په شمال کې ماموریت کوي.

په همدې حال کې طالبانو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمیر په کمیدو خوښې ښودلې. د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې دا کار په "افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه ګام دی".

مجاهد زیاته کړې "هر څومره ژر چې بهرني ځواکونه اوځي، هماغومره د جګړې مخه نیول کیږي".

د امریکا د دفاع وزارت د پلان له مخې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې تر ۱۵مې نیټې پورې به ۲ زره امریکایي عسکر د افغانستان نه ووځي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون له مخې ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې د افغانستان نه ووځي. طالبانو په موافقې کې منلې وه چې په امریکایي عسکرو به بریدونه نکوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG