د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د مصالحې شورا غونډه د سولې په لور یو بل مثبت ګام بللی


امریکا د ملي مصالحې عالي شورا د لومړنۍ غونډې هر کلی کړی
امریکا د ملي مصالحې عالي شورا د لومړنۍ غونډې هر کلی کړی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د ملي مصالحې د رهبري شورا د لومړنۍ غونډې تر سره کېدو هر کلی کړی دی.

مایک پمپیو تېره شپه ډسمبر پنځمه (لېندۍ ۱۵) پر خپل ټویټر لیکلي چې د یادې غونډې تر سره کېدل د افغانستان د سولې بهیر په لور یو بل مثبت ګام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جګړې ټول اړخونه باید سولې ته د رسېدو برخه کې سره متحد شي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا به د یو معتبر بنسټ په توګه له طالبانو سره مذاکراتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټېم ته د سیاسي لار نقشې، واک شریکولو، اوربند ټینګولو او د جګړې پای ته رسولو په برخه کې سلا مشورې ورکړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د رهبري کمېټې لومړنۍ غونډه تیره ورځ په ارګ کې وشوه.

په یادې غونډې کې د ولسمشر غني په ګډون، د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي او سیاسي مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو ګډون کړی و.

ولسمشر محمد اشرف غني یادې غونډې ته وینا کې وویل چې د ملي مصالحې عالي شورا د ټول افغانستان استازیتوب کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د سولې بهیر دوهم پړاو ته داخل شوی او په وینا یې دوهم پړاو مذاکرات زیاتو مشورو ته اړتیا لري.

ښاغلي غني د دغه غونډې له لارې یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند ټینګېدو او وینې بهېدو مخنیوي غږ وکړ.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم یادې غوندې ته وویل چې تر دې وروسته به د دغه شورا غونډې په منظمه توګه کیږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي که څه هم وویل چې د دغه شورا رسمي غړیتوب نه لري، خو ټينګار یې وکړ چې همکاري به ورسره کوي.

استاد عبدالرب رسول سیاف، سیاسي او جهادي مشر محمد یونس قانوني او یو شمېر نور سیاسیونو هم د سولې ټینګېدو برخه کې د ملي مصالحې عالي شورا سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ملي مصالحې عالي شورا شااوخوا څلور میاشتې مخکې رامنځته شوې وه، خو په تشکیل کې د اختلافاتو له امله یې تر اوسه غونډه نه وه کړې.

روانه میاشت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو سفیرانو او په کابل کې د امریکا سفارت د ملي مصالحې عالي شورا د فعالیت پیلېدو غوښتنه کړې وه.

یاده غونډه پر داسې مهال وشوه چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د مذاکراتو پر طرزالعمل تر توافق وروسته مخامخ مقدماتي غونډې پیل شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم غړي او ویاند نادري نادري پرون شنبه پر خپل ټویټر ولیکل چې د دواړو لورو ګډې کمېټې پرون شنبه د اجنډا د موادو ترتیب لپاره لومړنۍ غونډه وکړه:

نوموړي زیاته کړې چې د اجنډا د موادو چمتو کولو لپاره به نن یکشنبه هم د ګډې کمېټې غونډه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG