د لاس رسي وړ اتصالات

پوپ بینیدیک: د نوي پاپ درناوی به وکړم


پوپ بینډکټ د پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه خپل مقام پرېښودی. نوموړي مخکي کې له دې چې خپله څوکۍ پرېږدي د کلیسا د غړو سره لیده کاته وکړل.

هغه په خپلو خبرو کې چې د کلیسا غړو ته یې کولې او د واټیکان په تلویزون کې په ژوندۍ بڼه خپرېدې دا ژمنه وکړه چی پرته له کومه شرطه به نوی پاپ مني او درناوی به یې کوي. نوموړي دغه ژمنه په دې خاطر وکړه چې داسي اندېښنې د ځینو سره موجودې وې چې د یوه ژوندي متقاعد پوپ په شتون کې به په واټیکن کې د راتلونکې رومن کټولیک کلیسا مشر واک کم سي.

د پوپ بنډک استعفا به د سیمه ایز وخت په حساب په رسمي توګه د پنجشنبې د ماښام په ٨ بجي رسمي بڼه غوره کړي.

په راتلونکونو څو ورځو کې به د رومن کیتولیک کلیسا غړي چې عمرونه یې د ٨٠ کلونو څخه کم وي د سینټ چیپل په نامه ځای کې په یوې خصوصي غونډه کې نوی پوپ انتخاب کړي.
XS
SM
MD
LG