د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ وایي د اسلام-مسیحیت په تاریخ کې یې نوی باب پرانیست


دا لومړی ځل دی چې د کاتولیک مسیحیانو یو پاپ منځني ختیځ ته سفر کوي
دا لومړی ځل دی چې د کاتولیک مسیحیانو یو پاپ منځني ختیځ ته سفر کوي

د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس وايي متحده عربي اماراتو ته یې تازه سفر د اسلام او مسیحیت ترمنځ د خبرو اترو یو نوی تاریخي باب پرانیست.

پاپ فرانسیس وايي په دغه سفر کې یې د دینونو ترمنځ د زغم او ورولۍ پیغام هم خپور کړ.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (فبروري۶) وویل د اسلامي او مسیحي تمدن ترمنځ له موجود واټن او تقابل سره سره، له اسلامي عالمانو او مشرانو سره یې خبرې او لیده کاته د دغو مدنیتونو د یو ځای کېدو د وصل ټکی و.

دا لومړی ځل دی چې د کاتولیک مسیحیانو یو پاپ منځني ختیځ ته سفر کوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې پاپ فرانسیس د الازهر له شیخ احمد الطیب سره یو ځای "د بشري ورولي" په نامه یوه ګډه بیانیه هم لاسلیک کړه او هیله یې وښوده چې په نړۍ کې سوله حاکمه شي.

دواړو مشرانو په ګډه د یو جومات او یوې کلیسا د بنسټ ډبرې هم کېښودې. ټاکل شوې چې دا دواړه عبادتخانې په ابو ظبهي کې څنګ تر څنګ جوړې شي.

XS
SM
MD
LG