د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ فرانسیس: د اسلامي نړۍ سره دې خبرې زیاتې شي


د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس، د دې فرقې په ښوونځیو کې د زده کړو د لارو چارو اصلاح غوښتې او ویلي یې دي چې ددغو مرکزونو زده کوونکي باید د اسلام او یهودیت د لارویانو سره د خبرو او همکارۍ د اهمیت په اړه زده کړې وکړي.

پاپ فرانسیس وویل چې د اسلامي نړۍ سره همکاري او خبرې "د سوله ایز گډ ژوند لپاره" لازمي دي.

د کاتولیکانو دغه مشر چې د ایټالیا د ناپل په مذهبي پوهنتون کې یې وینا کوله وویل چې کاتولیکان د مسلمانانو او یهودانو سره "د ښه پوهاوي او ښو اړیکو لپاره" باید د هغوی د فرهنگ، ژبې او د تفکر د طریقې په اړه معلومات ولري.

دغه څرگندونې د پاپ فرانسیس د مخکنیو هڅو دوام دی چې د اسلام د لارویانو سره د کاتولیکانو د نږدېتوب لپاره یې مطرح کوي.

هغه پدې وروستیو کې د عرب په ټاپووزمې ته سفر وکړ او د مصر په پایتخت قاهرې کې یې د مصر د الازهر جومات له امام سره یوه گډه اعلامیه هم لاس لیک کړه.

پاپ همداشان د سولې د ترویج د گډ هدف لپاره مسلمانان د کاتولیکانو "وروڼه" وگڼل.

XS
SM
MD
LG