د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ غواړي مسکو کې پوتین سره وګوري


Pope
Pope

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس په یوې مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ مې دریمه (غوایي ۱۳) خپره شوه د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د ملاقات غوښتنه کړېده.

پاپ ویلي غواړي‌ چې په اوکراین کې د جګړې د دریدو په اړه له پوتین سره وګوري، خو مسکو تر اوسه دې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.

نوموړي یوې ایټالوۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د اوکراین د جګړې څخه د دریو اوونیو په تیریدو، هغه د واتیکان له جګپوړي دیپلومات څخه وغوښتل چې پوتین سره د ملاقات په اړه پیغام واستوي.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر وویل:" تر اوسه مو کوم ځواب ترلاسه کړی ندی او اوس هم پرې ټینګار کوو."

پاپ وویل:"ویریږم چې پوتین نشي‌ کولی او نغواړي چې په دې وخت کې دا ملاقات وشي. خو تاسې څنګه نشئ کولی دغه ډول جنایات ودروئ."

پاپ فرانسیس همدارنګه وویل چې د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان ورته ویلي‌ چې پوتین غواړي د مې په نهمه نیټه جګړه پای ته ورسوي هغه تاریخ چې روسیه په ۱۹۴۵ کال کې د جرمني نازي په وړاندې د خپلې بریا لمانځنه کوي.

۸۵ کلن پاپ پر اوکراین د روسیې د برید له پیل سره سم په یوه ناڅاپي اقدام کې په روم کې د روسیې سفارت ته ولاړ.

ددې راپور په جوړیدو کې د رویټرز او اې اف پي له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG