د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین غواړي د بایډن سره مخامخ خبرې وکړي


کرملین وایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د سه شنبې د ورځې په ټیلیفوني خبرو کې توافق وکړ چې د اوکراین په پوله د روسي ځواکونو د ځای په ځای کیدو په اړه زیاتې خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر همدارنګه د ولسمشر جو بایډن سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې، خو سپینې ماڼۍ تر اوسه پدې هکله نظر ندی څرګند کړی.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ ډسمبر اتمه وویل چې د روسیې ولسمشر ته یې ویلي چې په اوکراین باندې د روسیې هر ډول یرغل به د داسې بندیزونو سره جوخت وي چې "هغه [پوتین] یې هیڅکله مثال نه دی لیدلی".

ښاغلي پوتین له امریکا غوښتي چې ددې ضمانت وکړي چې د ناټو تړون به نور د ختیځې اروپا په لور نه غځیږي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د هیچا سره لیکه به ونه مني.

د روسیې دولتي تلویزیون د کرملین د ویاند ډمیتری پسکوف،‌ ویدیو خپره کړې چې هغه په کې ویلي ولسمشر پوتین د ښاغلي بایډن سره له خبرو وروسته د خوشبینۍ لپاره هیڅ دلیل نه درلود ځکه د مسکو د سرې لیکې په اړه د دواړو مشرانو د نظر اختلاف "ډیر جدي" دی؛ هغه سره لیکه چې روسیه نه غواړي غرب ترې تیر شي.

روسیې همداشان وویل چې نه غواړي د اوکراین په څیر ددې هیواد په پوله پرتو هیوادونو کې ځانګړي تسلیحات ځای پر ځای شي.

ولسمشر پوتین ویلي دي چې روسي ځواکونه ددې هیواد دننه حضور لري او هیڅ بل کوم هیواد نه ګواښي.

دا پداسې حال کې دي چې تیره ورځ د نړۍ اوو بډایو هیوادونو (جي۷) موافقه وکړه چې د اوکراین په پوله د روسي ځواکونو د ځای په ځای کیدو د کړکیچ د حل لپاره دغه دوه هیوادونه باید د مذاکرې پر میر کښیني.

د نړۍ د سترو اقتصاد ارونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۰) د انګلستان په لیورپول کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه چې د نورو مسایلو ترڅنګ په اوکراین باندې د روسیې د احتمالي یرغل پر وړاندې متحده جبهه جوړه کړي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس، د جي۷ هیوادونو د غونډې د پرانستلو پر وخت په وینا کې وویل: "مونږ باید د متخاصمو لوبغاړو د مخ په ډیریونکو ګواښونو په وړاندې په غښتلي توګه متحد شو، تر څو د هغو تیري کوونکو په وړاندې، چې د ازادۍ او دموکراسۍ د سرحدونو محدودول غواړي، ودریږو."

پدې ترڅ کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې د جمعې په ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره وکتل او د اوکراین په پوله یې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو په هکله خپلې ژورې اندیښنې څرګندې کړې.

میرمن راس د روسیې د احتمالي یرغل په اړه وویل: "که روسیه داسې کار وکړي یوه ستره ستراتیژیکه تیروتنه به وي او ددې هیواد په وړاندې به سختې پایلې ولري."

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس، نن د ډسمبر په ۱۲ (لیندۍ ۲۱) د اوکراین په اړه د لویدیځ او روسیې ترمنځ د رامنځته شوي کړکیچ په هکله وویل چې دواړه اړخونه باید له جګړې نه لرې شي او مذاکراتو ته مخه کړي. پاپ فرانسیس زیاته کړه چې دواړه خواوی باید وسلو ته لاس نکړي.

اوکراین شکایت لري چې روسیې په لسګونو زره ځواکونه ددې هیواد پولې ته نژدې ځای پر ځای کړي؛ هغه ځای چې په دې هیواد باندې د فشار د زیاتولو په مقصد په کې پوځي تمرینونه هم تر سره کوي.

کیف په ۲۰۱۴ کې د روسیې سره د کریمیه جزیرې د یوځای کیدو راهیسې د خپل هیواد په ختیځ دونتسک او لوګنسک سیمو کې د روسي پلوه جلاغوښتونکو سره په مبارزه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG