د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو کرل بند شوي خو دولت له مونږ سره د بدیلو کښتونو مرسته نه ده کړې - کروندګر


د کوکنارو کرل بند شوي خو دولت له مونږ سره د بدیلو کښتونو مرسته نه ده کړې - کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

د بلخ د چمتال ولسوالۍ هغه کروندګرو چې پخوا به یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل وايي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی خو له کروندګرو سره یې هیڅ راز د بدیل معیشت په برخه کې مرستې ندي کړي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ هغه کروندګرو چې پخوا به یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل وايي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی خو له کروندګرو سره یې هیڅ راز د بدیل معیشت په برخه کې مرستې ندي کړي.

ددې ولسوالۍ د کوکنارو پخواني کروندګر وايي چې د کوکنارو څخه به یې ډېر عاید ترلاسه کاوه خو له نورو کښتونو څخه هغومره ګټه نه شي ترلاسه کولای.

د چمتال مرکزي د کلي یو تن کروندګر ولي جان وايي چې هر کال به یې کوکنار کرل خو سږ کال د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر له بندیز وروسته اړ دی چې غنم یا پنبه وکري، خو په خبره یې چې د غنمو او پنبې له کر څخه د ځمکې د اجارې پیسې هم نه شي ترلاسه کولای.

ولي جان وویل: "موږ هر کال کوکنار کرل. کوکنار سږ کال بند دي. کوکنارو کې زموږ ګټه ډېره وه. غنمو کې دومره فایده نشته. موږ ځمکې دولس زره افغانۍ اجاره نیسو. لس زره افغانۍ نور مصرف هم لري. غنم یې نه شي پوره کولای".

دغه کروندګر وویل چې سږ کال یې د کوکنارو له راټولولو وروسته په خپله ځمکه کې پنبه کرلې وه، خو په وینا یې چې پنبې سږ کال مرض کړی و او حاصلات یې د نورو کالونو به پرتلې لږ وو.

ولي جان وايي چې کروندګر د هینجې یا زعفرانو د تخمونو اخیستلو وس نه لري او غواړي چې حکومت ورسره د هېنجې او زغفرانو د تخمونو مرسته وکړي.

په افغانستان کې هېنجه او زغفران د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG