د لاس رسي وړ اتصالات

د کوکنارو بدیل کښتونه د بیو ټېټوالي څخه د کروندګر شکایت


د بلخ کروندګر وايي‌، که د دوی حاصلات په لوړه بیه خرڅ شي،‌ له ګازرو د کوکنارو په اندازه ګټه ترلاسه کولای شي،‌ ځکه چې ازاد بازار لري.
د بلخ کروندګر وايي‌، که د دوی حاصلات په لوړه بیه خرڅ شي،‌ له ګازرو د کوکنارو په اندازه ګټه ترلاسه کولای شي،‌ ځکه چې ازاد بازار لري.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ هغه کروندګرو چې سږ کال یې د کوکنارو پر ځای په خپلو ځمکو کې ګازرې کرلي دي‌ وايي‌، چې سږ کال د ګازرو بیې ټیټي‌ دي‌ او په کښتونو یې‌ خپل کړي‌ لګښتونه هم نه شي‌ پوره کولای.

دغه کروندګر وايي‌ که د دوی حاصلات په لوړه بیه خرڅ شي،‌ له ګازرو د کوکنارو په اندازه ګټه ترلاسه کولای شي،‌ ځکه چې ازاد بازار لري.

د بلخ ولسوالۍ کروندګر حفیظ الله چې په څلوېښت جریبه ځمکه کې یې ګازرې کرلې دي،‌ وايي‌ چې‌ د نورو کالونو په پرتله سږ کال د ګازرو بیې ډېرې ټیټي‌ شوي‌ دي.

دی وایي‌ د کوکنارو کښت یې پریښی دی،‌ خو تر اوسه ددوی حاصلاتو ته په بهرنیو هېوادونو کې بازار نه دی موندل شوی.

د کوکنارو بدیل کښتونه د بیو ټېټوالي څخه د کروندګر شکایت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

حفیظ الله امریکا غږ ته وویل:" هرکال مونږ څلوېښت یا پنځوس جریبه ګازرې کرو. سږ کال کې زموږ حاصلات ښه دي، خو په بازار کې ښه بیه نه لري، ځکه د بازار بیه سږ کال ډېره ټیټه ده. موږ چې ډېر کوشش وکړ، نو هماغه د حاصلاتو لګښت پوره کولای شو. موږ غواړو چې زموږ محصولاتو ته بازارمونده وشي، یا بهر ته صادر شي، ترڅو په یو څه لوړه بیه خرڅې شي."

حفیظ الله وايي کوکنار د دولت له خوا بند شوي دي‌، نو ځکه یې نه کري. هغه وايي‌ که څه هم د نورو کښتونو بیې ټیتي دي‌،‌ خو کروندګر دې د کوکنارو پر ځای نور کښتونو وکري؛ ځکه کوکنار حرام دي او هم یې کرل د دولت له خوا بند شوي‌ دي.

د حفیظ الله په وینا په بلخ ولسوالۍ کې پروسږکال ځیني‌ خلکو په خپلو کورونو کې په پټه کوکنار کرلي وو،‌ خو سږ کال لا تر اوسه هیڅ چا نه دي کرلي.

هغه وویل:" مخکې کالونو کې خلکو په کورونو کې کرل،‌ خو اوس چا د پیازو پټي‌ په اندازه هم نه دي کرلي."

د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر له بندیز وروسته،‌ ډېری هغه کروندګر چې د کوکنارو پر ځای یې د نورو کښتونو کرلو ته مخه کړې ده،‌ وايي‌ چې د وچکالۍ، نباتي ناروغیو، افتونو او بازار نه شتون له امله له تاوان سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG