د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د عامه تشنابونو ستونزه


د کابل ښار د یوې عامې لارې په څنډه کې یو اوسېدونکی خپل حاجت رفع کوي
د کابل ښار د یوې عامې لارې په څنډه کې یو اوسېدونکی خپل حاجت رفع کوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي او له اطرافو راغلي‌ یو شمېر خلک وايي، په دې ښار کې د رفع حاجت او اودس کولو لپاره د عامه تشنابونو د کموالي له امله زیات وخت مجبورېږي چې په کابل سیند یا د لویو لارو پر سر خپل حاجت رفع کړي.

دوی له کابل ښاروالۍ څخه غواړي‌ چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې عامه تشنابونه فعال کړي.

نعمان چې له سروبي ولسوالۍ څخه کابل ښار ته راغلی او دغه ستونزه یې پخپله تجربه کړې ده امریکا غږ ته وویل: "موږ سهار له کوره حرکت کوو، تر دې ځایه چې راځو ډېر وخت تېرېږي، ژمی دی، هوا سړه ده چې یو پیاله چای وڅکې سم دستي باید حاجت رفع کړې، دا یو انساني‌ ضرورت دی، همېشه سخت په تکلیف یو مجبور یو چې کوم دېواله ته یا د ویالې په غاړه خپله ستونزه حل کړو."

د کابل ښار یوه عامه لاره چې ځینې ښاریان یې په یوې غړې خپل حاجت رفع کوي

​کابل ښار ۴،۳ میلیونه نفوس لري تر څنګ یې هره ورځ د دغه ولایت د اطرافو او نورو ولایتونو نه هم خلک د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره دې ښار ته راځي.

پخپله یو شمېر کابل ښاریان هم وايي چې د عامه تشنابونو نشتوالی د ناروغیو عامل کېدلی شي، د دغه ښار نظافت ته یې زیان رسولی او په ښار کې یو ډول بې نظمي‌ رامنځته کړې ده.

د کابل ښار د پُل خشتي جومات په سیمه کې یو دکاندار احمد امریکا غږ ته وویل: "موږ وینو چې خلک د سړک پر سر دېواله ته رفع حاجت کوي، اکثره موږ وینو چې سیند ته کته کېږي، دا یوه لویه اړتیا ده ښاروالۍ باید دې ته توجه وکړي."

کابل ښار کې یوه لاره چې ځینو کسان پکې خپل حاجت رفع کوي.

دا یوازې نارینه نه دي چې په کابل ښار کې د رفع حاجت د تر سره کولو پر مهال له ستونزو سره مخ دي، بلکې مېرمنې له هغوی څخه زیاتې له دغې ستونزې سره مخ دي.

  • کابل ښار کې څومره تشنابونه شته؟

د کابل ښاروالۍ په وینا اوس مهال د دې ښار په ۳۳ سیمو کې نارینه او ښځینه تشنابونه شته خو دا هم وايي چې دا تشنابونه د دې ښار نفوس ته په کتو بسنه نه کوي.

  • که څوک په لارو کوڅو کې خپل حاجت رفع کړي جریمه کېږي؟

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست مشر احمد بهزاد غیاثي امریکا غږ ته وویل چې که څوک د ښار په عامه ځاینونو کې خپل حاجت رفع کړي د مقرراتو له مخې "متخلف کس ۱۰۰ افغانۍ جریمه کېږي."

د ښاغلي غیاثي په وینا د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۱۳۹۷هـ.ل کال له پیله تر اوسه (یکشنبه د لیندۍ۴) دوی ۱۵۰ متخلف کسان هر یو سل سل افغانۍ جریمه کړي دي.

خو دی وايي چې د جریمې لړۍ ډېره جدي نه ده ځکه لومړی باید کافي اندازه تشنابونه برابر شي له هغه وروسته به جرېمې ډېرې شي.

د رپوټونو پر اساس په افغانستان کې د لسو کسانو له جملې نه شپږ کسان مناسب تشنابونه نلري.

د تشناب نشتون یا کمښت نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نورو هېوادونو کې هم یوه جنجالي موضوع ده.

د ملګروملتونو سازمان یوه احصایه ښيي چې د نړۍ ۲،۵ ملیارده خلک د مناسب تشناب او د صفايی امکانات نه‌لري.

د ټایلیټ یا تشناب په نامه د بالیوود په سینما کې هم یو فلم جوړ شوی چې په نړۍ کې ډېرو خلکو خوښ کړی دی.

دا فلم ښيي چې د هند هېواد په یوې سیمې کې خلک د فرهنګي عرفونو پر بنسټ خپل کور کې تشناب نه جوړوي.

د دې فلم مرکزي لوبغاړی اکشی کومار دا عرف ماتوي او په خپل کور کې تشناب جوړولو باندې بریالی کېږي.

XS
SM
MD
LG