د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې زلزله ځپلې سیمې د درملو له کمښت سره مخامخ دي


د سوریې د ادلب ولایت چې د تېرې میاشتې په زلزلې کې سخت ځپل شوی وايي په روغتونونو کې یې درمل مخ په خلاصېدو دي او له زلزلې ژوندي پاتې شوي خلک د ډول ډول ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

د سوریې د رژیم د مخالفینو تر ولکې لاندې دا ولایت د کلونو جګړو ځپلی دی. د شام په نوم روغتون کې ډاکتران وايي په لږو امکاناتو د ناروغانو د ژوند ژغورلو هلې ځلې کوي. دا روغتون د سوریې په څه باندې لس کلنې کورنۍ جګړې کې زیان لیدلی دی.

ددې روغتون مسئول ډاکټر عمر العلي وویل: "زمونږ روغتون د ماشومانو درې روغتونونو ته نږدې و چې درې واړه ونړېدل... ټول د زلزلې له امله تخریب شول. په همدې خاطر مونږ د درې واړو کار کوو. دا سېمه له زلزلې وړاندې هم د مرستو له کموالي سره مخامخ وه. روغتونونو سم کار نه کاوه. خو له زلزلې وروسته یو ناورین رامنځته شو."

د شام روغتون په زلزله کې خپل یو شمیر کارکونکي او وسایل له لاسه ورکړل. د ادلب په ولایت کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې ټولو سیمو کې همدا حال دی او اوس درمل د خلاصیدو په درشل کې دي.

د ادلب ولایت د عامې روغتیا مسئول ډاکټر زبیر القرات وویل: "له زلزلې وروسته په ۱۲ ساعتونو کې مو ټولې زیرمې خلاصې شوې. له هغه وروسته مو سیمه ایزو موسسو او حتی افرادو ته د درملو د ترلاسه کولو په خاطر لاس اوږد کړ چې وکولی شو د ټپیانو درملنه وکړو. په پنځمې یا شپږمې ورځې د مرستو رارسېدل پیل شول خو تراوسه چې څومره مرستې رارسېدلې یوازې زمونږ ۱۰ تر ۱۵ فیصده اړتیاوې پوره کوي."

خو ښه خبر دا دی چې له ترکیې سره د ادلب ولایت د باب الهوا سرحدي لارې ته نوې دروازې هم وراضافه شوي چې د اړتیا وړ درملو او نورو توکو چټکه رسونه اسانه کړي.

په سوریې کې د خیریه ټولنو یو شمیر کارکونکي وايي د باب الهوا له یوې دروازې څخه په یوې ورځې کې د زرګونو لاریو تېرېدل امکان نه لري او په اونیو وخت ونیسي.

له زلزلې ژغورل شوي خلک چې اوس له خیمو جوړو کمپونو کې ژوند کوي، درملو ته سخته اړتیا لري.

خدیجه العلي او کورنۍ یې له زلزلې ژوندي پاتې شوي او ماشومان یې درملو ته سخته اړتیا لري. هغې وویل: "ماشومان مو تبې کوي او درملو ته ضرورت لري. د ستوني د خوږو لپاره هم درملنې ته اړتیا لري. مونږ له سخت مشکل سره مخ یو. ډیر ساده شیان اوس نشته. په روغتونونو کې هیڅ هم نشته."

په داسې حال کې چې له زلزلې ژوندي پاتي شوي کسان اوس په خیمو کې په ډیرې ګڼې ګوڼې کې ژوند کوي، ډاکټران خبرداری ورکوي چې د ساري ناروغیو خپرېدل ښايي وضعیت د ناورین له کچې هم بد کړي.

XS
SM
MD
LG