د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ښایي تر ۵.۳ میلیونه سوریایان د زلزلې په وجه بې کوره شي 


د سوریې د حلب ښار کې د زلزلې د ویجاړیو یوه څنډه
د سوریې د حلب ښار کې د زلزلې د ویجاړیو یوه څنډه

د ملګرو ملتونو یو چارواکي د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) وویل چې په سوریه کې تر ۵.۳ میلیون پورې خلک ښایي د هغې ویجاړونکې زلزلې له امله بې کوره شوي وي چې څو ورځې مخکې یې ترکیه او سوریه ولړزوله.

په سوریه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي سیوانکا داناپالا یوې خبري غونډې ته وویل، "ښایي په سوریه کې د زلزلې له امله شاوخوا ۵.۳ میلیونه کسان بې کوره شوي وي."

هغه وویل چې ملګري ملتونه اټکل کوي چې د زلزلې له امله اغیزمن شوي ۵.۳۷ میلیونه خلک به په ټول هیواد کې د سرپناه مرستې ته اړتیا ولري.

هغه وویل: "دا یو لوی شمیر دی او پداسې حال کې دي چې ددې هیواد خلک لا دمخه د ډله ایز بې ځایه کیدو سره مخ دي."

د ښاغلي داناپالا په وینا "د سوریې لپاره، دا د بحران دننه یو بحران دی. موږ اقتصادي ټکانونه درلودل، کوویډ او اوس په ژور ژمي کې یو."

د زلزلې ژوندي پاتې شوي کسان د سوریې له نورو برخو څخه د شاوخوا ۱۲ کلنې جګړې له امله د بې ځایه شویو خلکو لپاره جوړ شويو کمپونو ته ورغلي دي.

ددې کسانو زیات شمیر یې خپل کورونه له لاسه ورکړي او یا ډیره ویره لري چې خپلو ویجاړ شويو ودانیو ته بیرته ستانه شي.

په ترکیې او سوریه کې د زلزلې له امله نږدې ۲۳زره کسان وژل شوي دي، چې په تیره یوه پیړۍ کې په سیمه کې ترټولو ناوړه ناورین دی.

د سوریې د روغتیا وزارت د شمېرو او د ژغورنې ډلې په وینا، زلزلې په سوریه کې تر ۳۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

په سوریه کې شخړه په ۲۰۱۱ کال کې د سوله ییزو اعتراضونو له وحشیانه ځپلو وروسته پیل شوه او د بهرنیو قدرتونو او نړیوالو جهادیانو د مداخلې په نتیجه کې په کورنۍ جګړې واوښتله.

پدې جګړه کې نږدې نیم ملیون خلک وژل شوي، او جګړې د هیواد شاوخوا نیمایي وګړي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي، چې زیات شمر یې ترکیې ته پناه وړې ده.

XS
SM
MD
LG