د هغې ښځې د بدن پاتې شونې چې ۳.۱۸ میلیون کاله پخوا یې ژوند کاوه، په لومړي ځل په اروپا کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
دا اسکلیټ په ۱۹۷۴ کال کې په ایتوپیا کې وموندل شو او د لوسي نوم ورکړل شوی دی. هغه مهال دا د انسانانو د اسلافو ترټولو بشپړ موندل شوی اسکلیټ و چې د ځمکې پر مخ د میلیونونو کلونو پخوانیو ژوند کوونکو (اسټرالوپیتېکوس آفارنسیس) د پيژندلو په برخه کې یې ډیره مرسته کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې دغه اسکلیټ له ایتوپیا څخه اروپا ته وړل شوی او د چک جمهوریت په پایتخت پراګ کې په ملي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د چک صدراعظم پیټر فیالا د ایتوپیا له ملي موزیم څخه راوړل شوي اسکلیټ په اړه وویل چې دا به د اګست تر ۲۵مې د دوو میاشتو لپاره د پراګ په ملي موزیم کې نندارې ته ایښی وي.
له لوسي سره د هغه ماشوم اسکلیټ هم نندارې ته وړاندی شوی چې له لوسي څخه یې ۱۰۰ زره کاله وړاندې ژوند کاوه. د سلیم په نوم دغه ماشوم اسټرالوپیتېکوس د بدن پاتې شونې هم په ایتوپیا کې د لوسي له موندل کېدو څخه ۲۵ کاله وروسته وموندل شول.
د ایتوپیا د ګرځندوی وزیر سیلاماویت کاسا وویل: "دا تاریخي نندارتون به سیلانیانو او څیړونکو ته بې ساری فرصت وړاندې کړي چې دا ارزښتناک فوسیلونه له نږدې څخه وګوري."
د لوسي د کوپړۍ او د بدن د منځنۍ برخې د هډوکو ځینې ټوټې موندل شوي دي. قد یې ۱.۱ متر او وزن یې ۲۹ کیلوګرام دی. د هغې اسکلیټ د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په امریکا کې په بیلا بیلو موزیمونو کې نندارې ته ایښودل شوی و.
د لوسي ژوند
څېړنو ښودلې چې لوسي په دوو پښو مزل کاوه او فکر کیږي چې د ۱۱ یا ۱۳ کالو په عمر مړه شوې وي چې د هغه زمانې لپاره دا بالغ عمر ګڼل کیږي.
باور کېده چې لوسي د انساني اسلافو موندل شوی ترټولو زوړ اسکلیټ دی، خو په ۲۰۰۱ کال کې په چاد کې د "تورمای" په نوم کوپړۍ وموندل شوه چې فکر کیږي لږ تر لږه شپږ میلیون کلونه پخوا یې ژوند کاوه.
په ۲۰۱۶ کې څېړونکو وویل چې د لوسي له پیاوړو لاسونو څخه معلومیږي چې هغه به په ونو ختله او شپې به یې د ونو په ښاخونو کې تیرولې.
د څېړنو له مخې، د هغې پښې کمزورې او د دومدار پلي تګ وړ نه وې. د هغې د یو هډوکي له درز څخه ظاهریږي چې ښايي له ونې څخه د لوېدلو له کبله مړه شوې وي.
په ۱۹۹۴ کال کې په ایتوپیا کې د یوې بلې ښځینه اسټرالوپیتېکوس اسکلیټ وموندل شو چې فکر کیږي ۴.۵ میلیون کاله پخوا یې ژوند کاوه.
فورم \ دبحث خونه