د لاس رسي وړ اتصالات

پوهانو ګرینلنډ کې د دوه میلیون کاله مخکې ډې ان اې موندلې


په ګرینلنډ کې پوهان وایي داسې ډي ان اې "DNA" یې موندلې چې لرغونتوب یې دوه میلیون کاله پخوا ته رسیږي. دغه پوهان وایي چې دا ډي ان اې د کنګلونو د زمانې له پاتې شونو ترلاسه شوې ده.

پوهان وايي چې دا پرمختګ، د لرغون پيژندنې په علم کې نوی فصل پرانیستی دی.

د یوې نوې مطالعې لیکوال میکل ونتر پيډرسن چې مقاله یې د نیچر په ژورنال کې خپره شوې ویلي: " موږ هغه خنډ لرې کوو چې فکر مو کاوه د جینیټګي مطالعاتو له لارې ورسیږو."

هغه زیاته کړه، پخوا داسې فکر کیده چې ډي ان اې به تر یو میلیون کاله پورې لرغونتوب ولري خو اوس داسې ډې ان اې موندل شوې چې دوه برابره لرغونتوب لري.

د کوپنهاګن د پوهنتون دغه استاد ویلي دي چې دا ډي ان اې د ګریلنډ له شمالي پاتې شونو، د کوپنهاګن کاپ له قطعاتو ترلاسه شوې ده.

ویل شوي چې دا ډي ان اې په یوې لرې پرته خو تشه سیمه کې له یوې کنګل شوي سیمې څخه په ډیر ښه وضعیت کې ترلاسه شوې ده.

د کوپنهاګن پوهنتون د ځمکې پيژندنې د ټیم مشرې کرینا ساند وویل هغه تګلاره چې کارول شوې په دې اړه بنیادي درک رامنځ ته کوي چې بالاخره منرالونه او رسوب ولي کولی شي ډي ان اې وساتي.

ګرینلنډ دوه میلیونه کاله مخکې، د سانتي ګراد په کچه له نن څخه ۱۱ تر ۱۷ درجې توده هوا درلوده، خو ددغه هیواد د جغرافیایي موقعیت له امله په دې هیواد کې لمر په دوبې کې نه لویږي او په ژمې کې نه راپورته کیږي.

پوهان وایي په نړۍ کې د ځمکې پيژندنې نورې زیرمې هم شته چې ښایي د ډي ان اې لرغونتوب یې تر دوو میلیونو کلونو ډیر وي.

XS
SM
MD
LG