د لاس رسي وړ اتصالات

'ښځه پاچا' فلم؛ د افریقا د زړورو ښځینه جنګیالیو کیسه


هالیوډ په لومړي ځل داسې فلم جوړ کړی دی چې ټول لوبغاړي پکې ښځې دي.

د ښځینه پاچا (The Woman King) فلم پیړۍ پخوا د افریقا د داهومي سلطنت (اوسنی بنین هېواد) د ښځینه جنګیالیو د ټولګي داستان بیانوي.

ډیر کم پیښیږي چې هالیوډ دې افریقا یا افریقایان انځور کړي، او اکثراً دغې موضوع ته د بهرنیانو له نظره کتل کیږي. خو د "ښځې پاچا" په فلم کې خبره داسې نده. دا د جنرال نانیسکا په مشرۍ، د اګوجي جنګیاليو داستان دی. د زړورو مېرمنو دا قطعه خپل دښمنان او د غلامانو پلورونکي افریقايي او اروپايي سوداګر وژني.

فلمې ستورې او د اکاډمۍ جایزه ګټونکې ویولا ډېویس وايي چې هغه پدې فلم کې د خپل جنګیالي کرکټر سره آشنا ده.

ډېویس وايي، ځان یې د خپلو سپین توکمه همکارانو په څېر لیده، خو کله چې یې نړۍ او د فلم صنعت ته نظر واچوه، دا خبره یې درک کړه چې دا صنعت ورته په هغه سترګه نه ګوري.

د "کني" د سینما او تور پوستو څېړنیز مرکز څېړونکی بوکاري ساواډوګو وايي، د اګوجي د جنګیالیو کیسه ډیرو اورېدلې او پرې خبر دي خو د سینما پر پرده یې لیدل خورا بله تجربه ده.

ساواډوګو چې د نیویارک د پوهنتون کې ښوونکی هم دی ، وايي ددې فلم ستاینه شوې خو ځینو بیا ورباندې انتقادونه کړي دي.

یو مهم انتقاد دا شوی چې که څه هم فلم د افریقا د تاریخ په اړه دی، خو د افریقا د وچې د خلکو فعال ګډون پکې خورا محدود دی.

ښاغلي ساواډوګو وویل: "دا د افریقا کیسه ده، خو په جوړولو او وړاندې کولو کې یې د اقریقایانو ښکیلتیا ډېره لږ وه. هغه که د کامرې مخې ته وي، او که د کامرې شاته."

دا فلم په جنوبي افریقا کې فلمبرداري شوی او په جوړولو یې ۷ کاله او ۵۰ میلیون ډالره لګېدلي ډي.

کېتي شولمن چې ددې فلم د جوړولو په برخه کې یې همکاري کړې، وايي هالیوډ ددې فلم د لګښت ورکولو ته راضي کول آسان کار نه و.

دا وايي، په هالیوډ کې د افریقا د کیسې بیانولو دپاره د "بلک پینتھر" فلم دروازه پرانستله او سبب شو چي د فلم په صنعت کې پدې اړه د تصور جوړونې لومړني ګامونه پورته شي.

شیلا عاطم، په فلم کې د اګوجي جنګیالۍ رول لري او وايي، لوبغاړو ته د جنګي صحنو لپاره کافي روزنه ورکړل شوې ده.

هغه وايي، په فلم کې هڅه شوې چې دا ښځې د نړۍ د بې سارې جنګیالیو په توګه انځور شي او دا کار په معیاري ډول تر سره شي.

ځینې خواوو له دې امله ددغه فلم د بایکاټ کولو غوښتنه کړې ده چې د داهومي سلطنت د غلامانو په توګه د افریقایانو په پلورلو کې ښکېل و.

خو بیا هم، د هالیوډ د شمېرو له مخې، دې فلم په متحده ایالتونو کې نندارې ته د ایښودل کېدو په لومړۍ اونۍ کې د تمې خلاف نږدې ۱۹ میلیون ډالر ګټلي دي.

شمېرې ښيي چې ددې فلم د کتلو دپاره ۵۸ سلنه ښځو ټکټونه پېرلي او د فلم د مجموعي کتونکو ۵۶ سلنه تور پوستي دي.

د ښځې پاچا فلم جوړونکې کېتي شولمن وايي، دغه شمېرو ته په کتلو سره، ویلی شي چې دا فلم په حقیقت کې د لږکیو یا اقلیت دپاره نه بلکه د اکثریت دپار جوړ شوی دی.

د سینما او تور پوستو څېړنیز مرکز پروفیسر ساواډوګو وايي، د فکري اختلافاتو سره سره، دا فلم توانېدلی چې په افریقا او په تېره په بهر میشتو افریقایانو کې لیوالتیا او د خپل هویت په اړه احساسات راوپاروي.

هغه وویل: "نن سهار ما یو پوسټ ولید چې خلک یې ددې فلم لیدلو ته هڅولي وو. ویلي یې وو چې دا فلم زموږ په اړه دی، نو موږ د مهاجرینو ټولنه باید په ویاړ دا فلم وګورو."

فلمي ستورې ویولا ډېویس وایي چې په افریقا او امریکا کې د تور پوستو د زړورتیا د کیسو او تاریخ په اړه پکار ده چې دا ډول نور فلمونه هم تولید شي.

XS
SM
MD
LG