د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې پولیس وایي چې د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۱ (لیندۍ ۳۰) یو وسله وال د ښار په مرکز کې په یو پوهنتون کې ډزې کړې او ۱۵ کسان یې وژلي دي.
په دغه برید کې د پولیس مقاماتو په وینا لږ تر لږه ۲۴ تنه نور ژوبل شوي دي. پولیسو بریدګر وژلی دی.
د پراګ د پولیسو مشر مارتین ووندراسیک وویل چې بریدګر ۲۴ کلن او په همدغه پوهنتون کې محصل و. هغه وویل چې دا پېښه له «نړیوال تروریزم سره» کومه رابطه نلري.
نوموړي وویل تر دغې پېښې مخکې پولیسو د بریدګر لټه کوله، ځکه چې د هغه د پلار مړی موندل شوی و.
ډزې د چارلس پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې دننه شوې، چې د څوارلسمې پیړۍ د چارلس برج په څیر ځینو عمده سیاحتي ځایونو ته نږدې دی.
د پراګ د بیړنیو چارو ادارې ویاندې یانا پوستووا د چک تلویزیون ته وویل چې پولیسو وسله وال په ډزو وژلی دی.
د چیک جمهوریت ولسمشر پيټر پاول ویلي دي چې دې پېښې سخت خواشینی کړی دی او د قربانیانو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک بولي.
د نووا په نامه خصوصي ټلویزیون د پراګ په تاریخي مرکز کې د ودانۍ په چت کې د یوې چاودنې او یو وسله وال د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
تر دغې پېښې مخکې په ۲۰۱۹ کال کې یو بل بریدګر شپږ تنه وژلي وو. په ۲۰۱۵ کال کې هم په همداسې یوې پېښې کې یو کس اته تنه ووژل.
فورم \ دبحث خونه