د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس غني د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی


یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان د منتخب جمهور رئیس د لوړې مراسمو د ترسره کولو لپاره یوه ځانګړې دولتي کمېټه جوړه شوې ده.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې دلته واخیستل شي د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۲۳مه (کب څلورمه) امریکا غږ ته وویل، ښايي د جمهور رئیس غني د لوړې مراسم تر راتلونکو څلور – پنځو ورځو ترسره شي.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې ویاند سید شاه سقیم امریکا غږ ته وویل، چې د دغې ادارې رئيس عبدالمتین بیګ د لوړې د مراسمو د ترسره کولو د کمېټې مشري کوي او په دې برخه کې یې مقدماتي غونډې پیل کړي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په یو فرمان کې، چې متن یې په یو شمیر کورنیو رسنیو کې نشر شوی، د عبدالمتین بیګ ترڅنګ د پروان د ولایتي شورا رئيس غلام بهاوالدین جیلاني ته هم د دغې کمېټې د ریاست په چارو کې مسولیت سپارلی دی.

ښاغلي سقیم زیاته کړه: "کمېټه تشکیل او تنظیم شوې ده، ژر به پرتمین مراسم جوړ شي، خو کره نېټه یې لا نه ده مشخصه شوې".

د افغانستان د جمهوري ریاست د حکم په اساس، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال محمدهارون چخانسوري، د ښاغلي غني سلاکاران وحید عمر او شاه حسین مرتضوي، د دفاع وزارت لوی درستیز بسم‌الله وزیري، په سیاسي او ولسي چارو کې د افغانستان د ملي امنیت شورامرستیال وحیدالله قتالي او د چارو د ادارې سرپرست الهام عمر هوتکي د دغې کمېټې غړي دي.

ښاغلي غني د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو او تراسنپورت وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست، د کابل ښاروالۍ او یو شمیر نورو دولتي ادارو ته هم له دغې ځانګړې کمېټې سره د همکاریو امر کړی دی.

د جمهور رئیس غني د لوړې د مراسمو لپاره دغه کمېټه په داسې حال کې جوړ شوې ده، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نهايي نتایجو له اعلان وروسته راپورته شوې ناندرۍ له هم په خپل ځای پاتې دي.

په دغو انتخاباتو کې د ښاغلي غني له بریالي کېدو سره هم‌مهاله د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله هم ځان ګټونکی بللی او د یو ټول‌شموله حکومت د جوړولو اعلان یې کړی دی.

ښاغلي عبدالله او پلویانو یې د یو شمیر ولایتونو لپاره نوي والیان هم معرفي کړي دي.

دغو ناندریو په کور دننه او نړیوال کچه اندېښنې راپارولي دي.

د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، اوس د دې وخت رسېدلی چې د افغانستان سیاسي مشران د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره سره یو موټی شي.

ښاغلي کې په خپل ټویټر کې لیکلي: "آرامتیا، خبرو او جوړجاړي ته اړتیا ده، نه یو اړخیزو اقداماتو ته. د سولې لپاره دغه فُرصت باید له لاسه ورنکړل شي".

تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د نوي والیانو د معرفي کولو په تړاو ژوره اندېښنه وښوده.

یوناما د شنبې په ورځ د فبروري په ۲۲مه (کب درېیمه) په یو بیان کې وویل، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې روانې دي،د "تاوتریخوالي یا هر ډول غیرقانوني اقداماتو" ترسره کول به د سولې لپاره د افغانانو هیلې له ګواښ سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG