د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزی:د ښوونکو او مامورینو ترمنځ تبعیض له منځه وړو


جمهور رئيس اشرف غني احمدزی د ښوونکي د ورځې د لمانځلو په غونډه کې
جمهور رئيس اشرف غني احمدزی د ښوونکي د ورځې د لمانځلو په غونډه کې

د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني احمدزي یو کمیسیون ته دنده سپارلې چې د ملکي مامورینو او د ښوونکو ترمنځ د قانون له مخې تبعیض له منځه یوسي او ټولو ته په یوه سترګه وکتل شي.

ښاغلي احمدزي نن د اماني په لیسه کې د ښوونکو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې له ښوونکو سره ژمنه وکړه چې په شپږو میاشتو کې دننه به هر یو ښوونکي ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړي او والیان اړ دي، چې د ښوونکو د ښارګوټو په ویش کې عملا ګام واخلي.

جمهور رئيس دا ډول وویل چې امنیتي وزارتونو، ملي امنیت او د ملي امنیت شورا ته یې دنده سپارلې، ترڅو په څلورو میاشتو کې دننه ټول هغه ملکیتونه چې د ښوونې او روزنې د وزارت اړونده دي، له غاصبینو ونیسي ‪ "‬هر هغه غاصب چې د معارف ځمکې ور نه کړي پدې هیواد کې ځای نه لري.‪"‬

ولسمشر د ښوونکو د منطقوي امتیازاتو یاده هم وکړه وې ویل چې د ښوونکو لپاره به منطقوي امتیازات ورکړي او د ۱۳۹۴ هجري کال په بودیجه کې به یې شامل کړي. هغه وویل د پوهنې د غوره والي لپاره دا امتیازات مني او ددغو امتیازاتو بودیجه ۸۰۰ ملیونو افغانیو ته رسیږي.

ښاغلي احمدزي له ښوونکو وغوښتل چې له اداري فساد سره په مبارزه کې لاس ورکړي او په ويناء یې تر هغو چې عواید ورک کیږي، د ښوونکو معاش به لوړ نه شي.

ولسمشر وویل ما سره تړون وکړئ، لاس راکړئ چې فساد ورک کړو، د فساد عوامل او اشخاص راته په ګوته کړئ، چې ګډ اقدام وکړو، تر هغو چې فساد ورک نه کړو ستاسو په معاشونو کې زیاتوالی نه شي راتلی.

جمهور رئيس په خپلو خبرو کې وویل چې د هیواد په کچه به شلو لیسو ته لیلې برابرې کړي، او د هغو ولایتونو لپاره چې د زده کړو محروم دي ددې زمینه به برابره شي، چې په لیلیه لرونکو لیسو کې زده کړې وکړای شي.

جمهور رئیس وویل‪"‬ د هر ولایت په ښار کې به یوه لیسه داسې وي، چې لیلیه ولري.‪"‬

ولسمشر وویل په خپلو ژمنو ولاړ دی، عملي کوي به یې او له دولتي مسؤلینو یې وغوښتل چې دقیق راپور ورکړي او په ويناء یې راپور پخپله لولي.

سیاسي مخالفین

ښاغلي احمدزي په وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د سولې بلنه یې ومني.

هغه وویل ‪"‬سیاسي مخالفینو ته وایم، خپل ځانونه مو له تعلیم محروم کړل، بچیانو مو له تعلیم محروم نه کړئ‪"‬

ښاغلي احمدزي وویل ددې پرځای چې پنځه ملیارده ډالر په امنیت ولګول شي، باید په ښوونه، روغتیا او پرمختګ ولګول شي، چې په ويناء یې سولې ته اړتیا ده.

افغان جمهور رئيس ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د سولې د مډال د اخېستو مبارکي هم ورکړه.

XS
SM
MD
LG