د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغان کډوالو او د مهاجرت ویزو ته ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړل


ښاغلي‌ بایډن له ولسمشر غني سره هم خبرې کړې
ښاغلي‌ بایډن له ولسمشر غني سره هم خبرې کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني غني په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

ښاغلی بايډن د جمعې په ورځ جولای ۲۳ ( زمري اول) له ولسمشر غني سره په تیلیفون کې تر خبرو لږ مخکې د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې افغانستان کې دننه کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر منظور کړل.

په لومړي فرمان کې ویل شوي، چې د امریکا د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د اضطراري مرستو د صندوق څخه دې ۱۰۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په غیر منتظره ډول د بې ځایه شویو کډوالو د اړتیاو او هم امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ځانګړي شي.

جمهور رئیس بايدن په دوهم فرمان کې امرکړی، چې ۲۰۰ میلیون ډالر نور دې د ادارو او د امریکا د متحده ایالاتو د وزارتونو له منابعو څخه د کډوالو،د جګړو د قربانیانو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې غوښتوونکو په ګډون د نورو هغو کسانو د خیر ښیګڼې د چارو لپاره ځانګړې شي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله زیانمن شوي دي.

د دغو فرمانو د توشیح سره سم د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې کړي دي.

جمهور رئیس غني د خپل ټویټر په پاڼه په دوو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي، چې د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن سره یې په ټیلیفون د دواړو هیوادونو ترمنځ " د بدلون خو دوامداره" اړیکو په باب خبرې کړي دي.

ښاغلي غني همداشان ویلي، چې جمهور رئیس بایډن ورته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

جمهور رئیس غني ویلي، چې د امریکا د جمهور رئیس سره یې په ټیلفوني خبرو کې د افغانانو ترمنځ موافقې ته د رسیدلو په اړتیا او هم د سولې او امنیت د ټینګیدو لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د مشارکت په دوام، د افغان حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ دوام او د تیرو ۲۰ کلنو لاس ته راوړنو د ساتنې په اهمیت ټینګار کړی دی.

سپینې مانۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جمهور رئیس بایډن او جمهور رئیس غني د افغانستان په حالاتو خبرې کړي او دواړو مشرانو د دوامداره مشارکت لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کړي دي.

XS
SM
MD
LG