د لاس رسي وړ اتصالات

د رویترز رپوټ: د امریکایي ځواکونو د یو شمیر افغان همکارانو انتقال ژر پیل کیږي


د امریکا د متحده ایالاتو یو لوړپوړي مقام د رویترز اژانس ته ویلي چې امریکا ته د ځانګړې ویزې د یو شمیر درخواست کوونکو لیږد د جولای میاشتې د وروستۍ اونۍ څخه پیل کیږي.

دغه امریکایي مقام ویلي دي چې د "عملیاتو د امنیت" په دلیل ددغو پروازونو په هکله جزیات ندي په ډاګه شوي، خو ویلي یې دي چې په تاجکستان، ترکمنستان او کوزوو کې د امریکا پخوانۍ سفیره تریسي جاکوبسن، به د امریکایي ځواکونو د افغان ترجمانانو د تخلیې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅې رهبري کړي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په عملیاتي واحد کې به د دفاع او داخلي امنیت د وزارتونو استازي هم شامل وي.

د رویترز اژانس همداشان د خبري منابعو له قوله چې نومونه یې ندي ذکر شوي رپوټ ورکړی دی چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د "متحدینو د پناه عملیاتو" پروګرام اعلان کړي، هغه پروګرام چې د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو د لیږد بهیر به څرګند کړي.

وروسته له هغې چې ښاغلي بایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱ پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د سرنوښت په اړه غږونه پورته شول.

د امریکا د کانګرس زیات شمیر غړو هم اندیښنه څرګنده کړې چې که د امریکایي ځواکونو افغان همکاران د ځواکونو د وتلو د نیټې دمخه د افغانستان نه ونه ویستل شي، د طالبانو له غچ اخیستنو سره به مخامخ شي.

ښاغلي بایډن تیره اونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته د ویزو د صادرولو بهیر چټک شوی چې په وینا یي "هغوی او کورنۍ یې له ګواښ سره مخامخ نشي".

دوه ورځې مخکې په کابل کې د امریکا د سفارت د قنسلي برخې فعالیت چې په افغانستان کې د کروناویروس د درېیمې څپي د خپریدو په وجه ځنډیدلی و، بیرته پیل شو.

په کابل کې د امریکا د سفارت شاردافیر راس ویلسن ویلي چې د قنسلي څانګې د فعالیت په بیا پیل کیدو سره د ګواښ سره د مخامخو افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو د صادرولو بهیر بیرته پیل شوی دی.

امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې پروګرام یوه لسیزه مخکې پیل شو او د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د امریکايي ځواکونو ترجمانانو، خاصو کارکوونکو او نورو کسانو ته چې د امریکا سره د کار په وجه ورته خطر متوجه دی، ۲۶۵۰۰ ویزې صادرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG