د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د جمهور رئیس بایډن د کرونا معایناتو نتیجه منفي شوه


د سپینې ماڼۍ ډاکټر کیون اوکانر شنبه اګست ۶ (زمري۱۵) ویلي چې د څو پرله پسې ورځو وروسته چې د جمهور رئیس جو بایډن د کرونا د معایناتو نتیجه مثبته راتله، نن منفي شوه.

ډاکټر اوکانر ویلي چې د معایناتو د منفي نتیجې سر بیره به جمهور رئیس جو بایډن تر هغه وخته ځانته وي تر څو چې په بلې ورځې یې هم د معایناتو نتیجه منفي نه وې راغلي.

ښاغلی بایډڼ چې ۷۹ کاله عمر لري د لومړي ځل لپاره یې د جولای په ۲۱ مې د کرونا د معایناتو نتیجه مثبته راغله او سره لدې چې سپینې ماڼۍ وویل د ښاغلي بایډن روغتیایي وضعیت ښه شوی خو د معایناتو نتیجه یې د جولای په ۳۰مې بیا مثبته راغله او د ډاکټرانو په سلا مشورې یې قرنطین پیل کړ.

سپینې ماڼۍ د چنګاښ په ۳۰مه په یوې اعلامیې کې ویلي و چې جمهور رئیس جو بایډن په کرونا اخته شوی او ددغي ناروغۍ کمزورې نښې پکې لیدل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر ویلي، ښاغلي بایډن د کرونا واکسین بشپړ کړی او دوه بیاځلي واکسینونه یې هم کړي دي.

خو وروسته بیا ښاغلي بایډن د جمعې په ورځ جولای ۲۱ د خپلو جګپوړو اقتصادي سلاکارانو سره په آنلاین بڼه په غونډه کې برخه واخیسته.

سپینې ماڼۍ ویلي و چې د ښاغلي بایډن روغتیایي وضعیت ښه شوی او د کرونا په ویروس د اخته کیدو اعراض او علایم یې هم "معتدل" و.

د اقتصادي سلاکارانو سره پدې غونډې کې د ښاغلي بایډن غږ یو څه دروند و او کله نا کله ټوخیده هم خو هغه په غونډې کې وویل، "تر غږ مې روغتیایي وضعیت ډیر ښه دی".

د متحده ایالتونو د جان هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې تر اوسه ۵۶۶ میلیونه انسانان په کرونا اخته شوي چې ۶ میلیونه او۳۰۰ زره یې مړه شوي دي. په امریکا کې ددغه ناروغۍ له آمله تر اوسه له یو میلیون زیات انسانان مړه شوي دي

XS
SM
MD
LG