د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په ناټو کې د متحدو ایالتونو پر غړیتوب له سره غور کوو 

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چهارشنبه اپریل لومړۍ نېټه ویلي چې د شمالي اتلانتیک سازمان په تړون یا ناټو کې د خپل هیواد په غړیتوب باندې له سره غور کوي.

د ټرمپ حکومت د ناټو په غړیو هیوادونو انتقاد کوي چې د ایران پر ضد د متحده ایالتونو په نظامي عملیاتو کې یې په کافي اندازه ونډه نده اخیستې.

جمهور رئیس ټرمپ د بریتانیې ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې په ناټو کې د امریکا د غړیتوب موضوع د “ بیا غور کیدو څخه ورهاخوا” ده او زیاته کړې یې ده چې دی هیڅکله د ناټو څخه “راضي” نه و.


د ټرمپ ځیني شکایتونه دا دي چې اروپایي متحدین امریکایي الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې د دوي له اډو څخه کار واخلي او بله دا چې د هرمز تنګي پرانیستو لپاره یې د جنګي کښتو له لیږلو انکار کړی دی.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ د فاکس نیوز سره په مرکې کې ویلي و چې متحده ایالتونو باید واروزي چې آیا د ناټو تړون د متحده ایالاتو ګټې خوندي کوي کنه.

هغه همدارنګه وویل چې ناټو د داسې سړک په شان دی چې یوازې یو طرفه لاره لري او دا چې متحده ایالتونه د اروپا سره همکاري کوي خو همدا اروپایي هیوادونه بیا امریکایي ځواکونو ته له اډو د کار اخیستلو نه انکار کوي.

په ورته وخت کې د بریتانیې صدراعظم کایر سټارمر د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې باید خپل هیواد د ولس د ګټو لپاره عمل وکړي او وایي دا یې روښانه کړې چې په ایران کې شخړه “ زمونږ جګړه نده”.

جمهور رئیس ټرمپ د پخوا راهیسې د ناټو منتقد دی او تل یې ددې تړون له غړیو هیوادونو غوښتي چې په دفاعي چارو دې لګښت ډیر او په متحده ایالاتو دې خپله اتکا کمه کړي.


This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG