د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله اروپا ته ولاړل


ارشیف
ارشیف

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا نن دوشنبه اروپا ته وخوځېد چې د بروکسل او لندن په ناستو کې برخه واخلي. له ښاغلي غني سره د ملي وحدت د حکومت اجرائیوي رئيس عبدالله عبدالله هم ملتیا کوي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر او ورسره پلاوی به یې همدا نن د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ناسته کې برخه واخلي او ويناء به ورته وکړي.

ولسمشر تېره شپه له ناټو سره د هغه تړون توشیح وکړه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د سازمان د پاتې کېدونکو سرتیرو څرنګوالی په ډاګه کوي.

دا ډول ولسمشر تېره شپه د ارګ په ماڼۍ کې چې د هغه اجرائیه رئيس هم حاضر وو، له امریکا سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړون چې همدا تېره اونۍ ولسي او مشرانو جرګې تصویب کړ، هم توشیح کړ.

ولسمشر په خپله ويناء کې وویل چې داسې تړونونه افغان ځواکونو ملاتړ ته ګټور دي او د بهرنیو ځواکونو شتون واضح کوي.

د ناټو له غونډې وروسته به سبا سه شنبې ولسمشر اشرف غني او د هغه پلاوی د لندن په کنفرانس کې هم برخه واخلي، د لندن غونډه افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې غونډه ده چې د ټوکیو د کنفرانس د مرستو ژمنې به پکې تازه شي.

د ارګ خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر به د لندن غونډې ته ويناء وکړي او د افغانستان د راتلوونکو پروژو په اړه به د نړیوالې ټولنې سره د همکاریو نوې پاڼه پرانیزي.

د غونډې په څنګ کې به د انګلستان له لومړي وزیر ډیویډ کیمرون، شهزاده چارلز او نورو چارواکو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG