د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني هلمند ته نوی والي ټاکلی


ښاغلی حیات الله حیات نږدې یو کال وړاندې د میدان وردک ولایت د والي په توګه ټاکل شوی و.
ښاغلی حیات الله حیات نږدې یو کال وړاندې د میدان وردک ولایت د والي په توګه ټاکل شوی و.

د میدان وردک د والي ویاند توریالي همت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهور رئیس محمد اشرف غني دا پریکړه د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیز له مخې کړې ده.

د سیمه ایزو ارګانو د خپلواکې ادارې په وړاندیز کې د هلمند د والي په توګه د ښاغلي حیات د ټاکلو هدف ددغه ولایت د چارو ښه کیدل او د سیمه ایزې حکومتوالۍ پیاوړي کیدل ښودل شوي دي.

د سیمه ایزو ارګانونو په دغه وړاندیز کې د هلمند د پخواني والي میرزاخان رحیمي د نوې دندې په هکله څه نه دي ویل شوي.

میرزاخان رحیمي چې دمخه یې د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې هم دنده ترسره کړې، تیر ۱۳۹۴ کال د جوزا په میاشت کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د هلمند د والي په توګه ټاکل شوی و.

تر اوسه لا د میدان وردک ولایت لپاره نوی والي نه دی ټاکل شوی.

هلمند په یوه پراخه سیمه کې پروت ولایت دی، چې له نږدې یو کال راهیسې په کې د افغان امنیتي ځواکونو او د وسله والومخالفانو ترمنځ پرله پسې جګړې روانې دي.

د ناامنۍ د ستونزو سربیره د کوکنارو کرکلیه یوه بله ستونزه ده چې د دغه ولایت د سیمه ایزو چارواکو په مخ کې پرته ده.

په هلمند کې د امنیتي ستونزو د زیاتیدو وروسته د روان عیسوي کال په سر کې افغان حکوومت پریکړه وکړه چې د لویدیځ هلمند له یو شمیر سیمو خپل ځواکونه راوباسي او په لویو پوځي مرکزونوکې یې ځای پرځای کړي.

همداشان دغو ستونزو د زیاتیدلو وروسته په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو قوماندانۍ پریکړه وکړه چې یو ځل بیا هلمند ولایت ته خپل ځواکونه واستوي.

د هلمند په ولایت کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال اندریو رالنګ دغه ولایت ته د بیرته ورستانه شوو بهرنیو عسکرو شمیر له زرو کم وښود، خو ویې ویل چې دا پوځیان یوازې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي او په محاربوي عملیاتو کې برخه نه لري.

جنرال اندریو رالنګ د هلمند د شورابک د باستن په اډې کې امریکا غږ ته وویل چې د لودیځ هلمند له یو شمیر سیمو د افغان ځواکونو په شاتګ د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې ماته نه ده، بلکې د افغان ځواکونو څخه په جګړه کې د ښې ګټې اخیستنې لپاره د افغان پوڅ مشرتابه دا پریکړه کړې ده.

جنرال اندریو رالنګ وویل "په شاتګ معنی داده چې ته وهل شوی یې او بیا دې سیمه پریښې وي".

په اوس وخت کې د میدان وردک ولایت ته لا نوی والي نه دی ټاکل شوی، خو نور ۳۱ ولایتونه والیان لري او د دې سربیره د بلخ او نورستان ولایتونه د سرپرستو والیانو له خوا اداره کیږي.

XS
SM
MD
LG