د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني: لا هم د سولې ور پرانیستی دی


جمهور رئیس غني نن د چهارشنبې په ورځ د ملی یووالي د حکومت د یو شمیر مشرانو سره په ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
جمهور رئیس غني نن د چهارشنبې په ورځ د ملی یووالي د حکومت د یو شمیر مشرانو سره په ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ملي یووالي د حکومت نورو مشرانو د کوچني اختر لمونځ د ارګ په جومات کې په داسې حال کې ادا کړ چې نن سهار د کوچني اختر د لمانځه د اداکولو پر وخت سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

جمهور رئیس غني د اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته خبریالانو سره په لنډو خبرو کې افغان امنیتي ځواکونه وستایل.

ښاغلي غني د اختر په ویاړ په یو ویډیوي پیغام کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي د وسله والو مخالفانو د کوچني اختر پیغام ته اشاره کړې او ویلي دي چې د هغوی په پیغامونو کې پرته د تاوتریخوالي بل څه نشته دی.

جمهور رئیس غني د نبوي جومات سره د تروریستي برید د یادونې په وخت ویلي چې هغوی اوس خپل جنایت د نبوي جومات تر دروازې پورې رسولي دي.

ښاغلي غني ویلي " د هغوی پر مخ چې غواړي د پردیو له کنټرول ځان خلاص کړي او سوله ییز ژوند ته مخه کړي لا هم زمونږ له لورې د سولې دروازې خلاصې دي."

جمهور رئیس غني په خپل پیغام کې هغوی چې سوله ته لا چمتو نه دي ویلي چې د هغوی انکار به دغسې ډلو ته چې جمهور رئیس غني جنک طلبې او شرارت غوښتونکي ډلې بللي ښه عواقب ونه لري.

د وسله والو مخالفانو سره د بین الافغاني خبرو د پیلیدو په برخه کې یې د افغانستان له دیني عالمانو، مدني ټولنې او د ښځو فعالانو څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي غني په خپل دغه پیغام کې په پوځي ډگر کې د افغان امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو د یادونې ترڅنگ د ښې حکومتولۍ په برخه کې شوي پرمختگونه هم یادونه کړې ده.

ښاغلي غني ویلي چې د ملي تداراکاتو ادارې د روان کال په اوږدو کې دوه میلیارده افغانۍ سپما کړې ده چې د وسله وال پوځ د وژل شويو منسوبینو له کورنيو سره به د مرستې په برخه کې ولگولې شي.

جمهور رئیس غني د افغان امنیتي ځواکونو څخه په هیواد کې دننه او بهر نړیوال ملاتړ یادونه کړې او ویلي دي چې د وارسا سرمشریزې ته بشپړ چمتوالی نیول شوی او د افغان امنیتي ځواکونو سره د راتلوونکو کلونو لپاره نړیوال تعهدات ترلاسه شوي دي.

جمهور رئیس غني د چابهار بندر پرانیستل،د اقینې د بندر د اوسپنې پټلۍ، د چین – تاجکستان – ازبکستان د اوسپنې پټلۍ دغځولو پروژې یادونه کړې او ویلي دي چې ددغو پروژو په پلي کیدو به افغانستان نور په جغرافیوي محاصره کې پاتې نه شي.

جمهور رئیس غني ویلي " که چیرې زمونږ په سیمه کې یو شمیر خلک او س هم د سوړ جنګ د وخت په څیر فکر کوي، چې کولی شي زمونږ د ملت پر وړاندې کاڼې واچوي، وبه ګوري چې خیالونه یې څومره پوچ او بې اساسه وو".

XS
SM
MD
LG