د لاس رسي وړ اتصالات

'د صنعت د پرمختیا لپاره ارګ له افغان ساخت موټرو استفاده کوي'


ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغان دولت د هیواد په هره نقطه کې د صنعت د پراختیا ملاتړ کوي.

ښاغلي غني نن دوشنبه اګست ۳۱مه (وږې لسمه) د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د «محمد امین نور کمپنۍ» لخوا د جوړو شوو افغان ساخت ریکشا موټرو او افغان پاور بټریو څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې پانګولو ته به په یاده برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د محمد امین نور کمپنۍ لس ډوله بېلابېل برېښنایي او پټرولي موټرونه تولیدوي چې په وینا یې تر ۴۵۰ کیلو ګرام پورې وزن لېږدولی شي.

د مسؤلینو په وینا د دغو موټرونو پرزې له چین څخه راوړل کېږي، خو د ډیزاین او باډۍ جوړولو چارې یې په هیواد کې دننه ترسره کېږي.

د یاد شرکت مسؤلین وايي چې د دولت د ملاتړ په صورت کې به یې تولیدات او کاري زمینې زیاتې شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې د تېر کال راپدېخوا په ارګ له یادو ریکشا موټرو څخه استفاده کیږي چې په وینا یې په راتلونکې کې به نور د اړتیا وړ موټرونه له دوی څخه وپېرل شي.

بیان وايي چې دغه موټرونه لوړ غږ او لوګی نه لري.

ښاغلي غني له یادو موټرو څخه د لیدنې پرمهال ویلي: "د خوښۍ ځای دی چې نن موږ د یو ژمن افغان د پانګونې او لمریزې انرژۍ څخه د استفادې شاهدان یو او د دوی پر وړاندې حقوقي مسایل به ژر حل شي."

نوموړي زیاته کړې چې دولت د افغانستان په هره نقطه کې د صنعت د انکشاف ملاتړی دی او د دوی په ګډون به د پانګوالو او تولیدونکو د ملاتړ په موخه لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

XS
SM
MD
LG