د لاس رسي وړ اتصالات

غني د مونیخ په کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ورسید


د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د مونیخ په هوایي ډگر کې. (ارگ)
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د مونیخ په هوایي ډگر کې. (ارگ)

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مونیخ په یوپنځوسم امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره نن د جمعې په ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په یو درې ورځیني سفر د جرمني د مونیخ ښار ته ولاړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د غونډې په دریمه ورځ د دغه کنفرانس برخوالو ته په خپله وینا کې د امنیتي مسلو په هکله خبرې وکړي.

ښاغلي سراج وویل " دا د مونیخ یوپنځوسم کنفرانس دی چې هلته به جمهور رئیس وینا وکړي او د امنیتي مسلو په هکله به د افغانستان دریځ بیان کړي".

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د هغه د ملي امنیت د چارو سلاکار محمد حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ملګرتیا کوي.

ټاکل شوې ده چې د مونیخ نړېوال امنیتي کنفرانس نن د جمعې په ورځ د جرمني د مونیخ په ښارکې پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

یو شمېر افغان کارپوهان دا ګڼي چې د مونیخ په کنفرانس کې د جمهور رئیس غني ګډون او برخوالو ته د هغه وینا به یو ځل بیا افغان حکومت ته دا فرصت ورکړي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي حالاتو په باب د افغانو اندیښنې نړیوالو سره شریکي کړي.

د افغانستان د امنیتي چارو یو کارپوه جاوید کوهستاني امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان او سیمه کې د داعش د ډلې له خوا نوو ګواښونو ته په پاملرنې جمهور رئیس غني به د نړیوالو مشرانو سره په دې هکله سلامشوري وکړي او هڅه به وکړي چې دغو ګواښونو ته په پاملرنې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.

ښاغلي کوهستاني وویل " د جمهور رئیس سفر او د کنفرانس برخوالو ته یې وینا د افغانستان شته واقیعتونو ته په پاملرنې د افغانستان او پاکستان په سرحدونو کې د افراطیت او ویره اچوونکو شتون او د افغانستان او پاکستان په جغرافیه کې د داعش د شتون په باب راپورونه کولای شي چې د کنفرانس د برخوالو د پاملرنې وړ وګرځي او دغو واقیعتونو ته په پاملرنې نړیواله ټولنه د افغان امنیتي ځواکونو اړتیاوي پوره کړي".

جاوید کوهستاني په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان مسلو ته د ځای نه ورکول دومره مهم نه بولي او وایي چې د ناټو د بروکسل غونډه یوازې د اوکراین حالاتو ته ځانګړې شوې وه.

XS
SM
MD
LG