د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ترور ته نه تسلیمیږو خو د سولې هڅې روانې ساتو


ولسمشر غني له علماوو غوښتي چې د ترهګرۍ خلاف آواز اوچت کړي
ولسمشر غني له علماوو غوښتي چې د ترهګرۍ خلاف آواز اوچت کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبې په کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په تونده لهجه د وروستیو ناامنیو او ځانمرګو بریدونو پر وړاندې غبرګون وښود او و یې ویل چې د دغو پيښو عاملین د افغانانو د سولې د هلو ځلو ارادې کمزورې کولی نشي.

ښاغلي غني وویل "که د تروریستي اعمالو هدف دا وي چې موږ له سولې انکار وکړو دا یې ځواب نه دی او که دا فکر کوي چې په تروریستي اعمالو به زموږ اراده کمزورې کړي باید پوه شي چې افغان ملت واحده اراده لري او هیڅ کله به تروریزم ته تسلیم نه شي."

ښاغلي غني د افغانستان ګاونډیانو ته په اشارې وویل چې د تروریزم د خطر پر وړاندې ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

هغه وویل "که دولتي سیاستونه پر دې باندې وي چې د ګاونډي ځمکه د جنګ پر میدان بدل شي، خپل کور یې د جنګ پر میدان باندې بدلیږي، نو ځکه بنیادي ضرورت دا دی چې موږ دا خطر په ګډه لرې کړو."

خو افغان ولسمشر په ځانګړې ډول د کوم هیواد نوم وانخیست .

د سولې لپاره هڅې

افغان ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام وویل د سولې د راوستلو لپاره د هغو لارو چارو په لټه کې دی چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.

محمد اشرف غني وویل "د کورني، سیمه ایز او نړیوالو کړکیچنو حالاتو سره چې موږ یې لرو، دا ټول په یو داسې چوکاټ کې راولو چې زموږ اقدامات ګټور، تلپاتې او هر اړخیز واوسي."

افغان ولسمشر په داسې حال کې د وروستیو ناامنیو او ځانمرګو بریدونو پر وړاندې غبرګون ښيي چې څه موده د مخه په کابل او یو شمیر ولایتونو کې ځانمرګو بریدکوونکو د دولت پوځي مامورینو تر څنګ ملکي بنسټنونه او وګړي هم په نښه کړي دي.

ښاغلي غني د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د والیبال پر لوبغاړو ځانمرګي برید او په کابل کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې د قدسیې په نوم وژل شوې یوې محصلې ته په اشارې له افغان ولس په ځانګړي ډول له دینې عالمانو څخه وغوښتل چې د ترهګرې پر وړاندې په یو آواز خپل غږ پورته کړي.

"دلته اجتماعي وجدان باید په یو غږ ووایي، بس ده نور یې نه منو دا اعمال د منلو وړ نه دي، دا اسلامي نه دي، دا انساني نه دي او دا ټولنه باید په یو غږ آواز جیګ کړي، خاصتاً له علمای کرام نه غواړو."

بشري حقونه

په همدې توګه ولسمشر غني د امریکا د مشرانو جرګې د هغه راپور په اړه چې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې او قراردادیانو له لورې د بندیانو د شکنجې ورکولو په باب خپور شوی بیان وویل، پرمختللي هیوادونه باید خلک شکنجه نه کړي.

هغه وویل "هغه دولتونه چې نورې نړۍ ته په دوامداره توګه د بشري ارزښتونو د تائید سفارشونه کوي، خپله یې باید نمونه واوسي، یعنې د شرم ځای دی چې د روحیاتو دوه متخصصین د ۸۰ میلیونو ډالرو د قرارداد په اخیستلو سره د نړیوالې شکنجې وسیله شي."

له دې مخکې هم افغان ولسمشر د امریکا د مشرانو جرګې له لورې د سي آی اې د شکنجې کولو د خپور شوي رپوټ په هکله په خپل لومړي غبرګون کې ویلي وو چې د سي آی اې کارکوونکو په دغه کار سره ټول انساني حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

که څه هم تر اوسه د شکنجه شوو بندیانو د هویت په باب څه نه دي ویل شوي خو ویل کیږي چې په دغو بندیانو کې افغانان چې یو شمیر یې بې ګناه هم دي، شامل دي او افغان ولسمشر د افغان شکنجه شوو بندیانو لپاره د حیثیت د اعادې او هغوی ته د غراماتو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG