د لاس رسي وړ اتصالات

غني د مزارشریف ۳۶۰ بستریز حوزوي روغتون پرانیست


جمهور رئیس غني د مزارشریف د ٣٦٠ بستریز روغتون د پرانستلو پر وخت
جمهور رئیس غني د مزارشریف د ٣٦٠ بستریز روغتون د پرانستلو پر وخت

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ (تلې ۱۳ مه) د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ د بلخ ولایت مرکز د مزارشریف ښار ته ورسید.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته ویلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني مزارشریف ښار ته د رسیدلو لږ وروسته د مزارشریف ۳۶۰ بستریز حوزوي روغتون پرانیست.

ښاغلي غني سره د بلخ ولایت ته په دې سفر کې د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل هم ملګرتیا کوي.

د روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې افغان حکومتي چارواکو، د جمهور رئیس میرمن، د روغتیایي سکتور مسؤلین او همداشان د بلخ ولایت یو شمیر مشران حاضر وو.

د ابو علي سینای بلخي په نوم دغه حوزوي ۳۶۰ بستریز روغتون په ۵ پوړونو کې په اساسي ډول جوړ شوی دی.

ارګ وایي، دا روغتون په عصري طبي وسایلو سبمال دی او د جرمني د فدرال حکومت د ۱۵ میلیونو ایرو په مالي مرسته په ډیر میعاري ډول جوړ شوی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، جمهور رئیس غني به د بلخ ولایت کې دوو ورځو لپاره تم شي او په دې موده کې به د دغه ولایت د ملکي او امنیتي ادارو د چارواکو سربیره د بیلابیلو قشرونو د استازو سره لیده کاته وکړي.

دا په روان کال کې بلخ ته د جمهور رئیس غني دوهم سفر دی.

جمهور رئیس غني د بلخ ولایت ته له سفر وړاندې د غزني ولایت هم تللی وو.

غزني ولایت ته هم د سفر پر مهال جمهور رئیس غني سره لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل ملګرې وه.

XS
SM
MD
LG