جمهور رئیس غني نن د پنجشنبې په سهار (تلې پنځمه) د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته رسیدلی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د لومړۍ میرمن د ملتیا سربیره یو یو لوړپوړی امنیتي پلاوی هم ملګرتیا کوي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي، چې جمهور رئیس غني به غزني ولایت کې د ایسارتیا پر مهال د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړو، د پوهنتون له استادانو او ښوونکو له استازو،دیني عالمانو، قومي مشرانو د ښځو د استازو په ګډون د مدني ټولنې له استازو سره هم په جلا جلا غونډو کې خبرې وکړي.
ښاغلي مرتضوي ویلي، چې جمهور رئیس غني به د دغو غونډو سربیره د غزني د ولایت د قومي مشرانو او مخورو یوې لوی غونډې ته وینا هم وکړي او هم به د غزني د امنیتي حالاتو د ارزولو لپاره د یوې امنیتي غونډې مشري وکړي.
غزني ښار باندې اوړمه میاشت د طالبانو د پراخه بریدونو وروسته، چې په ترڅ کې یې د دغه ښار ډیرې برخې د طالب وسله والو لاس ته ورغلې وې، دا دغه ولایت ته د ښاغلي غني دوهم سفر دی.
جمهور رئیس غزني ولایت ته د پنجشنبې د ورځې د سفر درې ورځې وړاندې، د دغه ولایت په اړه د یوې غونډې مشري وکړه.
په دې غونډه کې، چې د تیرې دوشنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوې وه، جمهور رئیس غني،لومړۍ درجې ولایتونو ته د غزني د کچې د پورته کولو ته په کتنې د دغه ولایت د ادارې واحدونه هم لومړۍ درجې واحدونو ته د لوړیدلو امر کړی وو.
جمهور رئیس غني دې غونډې ته وویل، چې لومړۍ درجې ولایت ته د غزني ارتقا ته په کتو دې په دغه ولایت کې د ټولو ادارو تشکیل لومړۍ درجې ته لوړ شي.
همداشان دې غونډه ته جمهور رئیس غني وویل، چې په غزني کې د دویمو واحدونو د ادارو د ودانیو کمپلکس دې جوړ شي، ځکه د جمهور رئیس غني په وینا اوسنۍ ودانۍ د لومړۍ درجې واحدونو ظرفیت نه لري.