د لاس رسي وړ اتصالات

غني د خپل دوهم مرستیال په ملتیا د دایکنډي ولایت ته تللی


په دې وروستیو اونیو کې ولایتونو ته د جمهور رئیس غني په سفرونو کې زیاتوالی راغلی دی.
په دې وروستیو اونیو کې ولایتونو ته د جمهور رئیس غني په سفرونو کې زیاتوالی راغلی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ (لړم اتلسمه) د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په ملتیا د یو پلاوي په مشرۍ د دایکنډي ولایت ته رسېدلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي، چې جمهور رئیس غني به دایکنډي ولایت ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت لپاره د لمریزې برېښنا د پروژې د کار د پيل د بهیر د پرانیستلو سربېره د نیلي ښار د برېښنا د لېږد او وېشلو شبکه هم پرانیزي او هم به د دغه ولایت د پوځي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو او مخورو او د مدني ټولنې له استازو سره هم خبرې وکړي.

د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د نیلې ښار د پلان شوو او غیر پلان شوو۵۰۰ کورونو د ملکیت د سندونو د وېشلو د بهیر پیل هم دغه ولایت ته د ښاغلي غني په سفر کې شامل دي.

همداشان ښاغلي ناطقي وویل،د نیلي د ښار په دننه کې د شاوخوا نهو کیلومترو په اوږدو د پوخ سړک د کار د بهیر پرانیستل، د شهرستان،میرامور، اشترلي او نیلي ښار ته د ۵.۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې پرانیستل هم دایکنډي ته د جمهور رئیس غني د سفر په بوختیاو کې شامل دي.

د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني او ورسره پلاوی به یې له دغه ولایت څخه نن ماښام د بامیان ولایت ته لاړ شي او شپه به هلته تېره کړي.

ټاکل شوې، جمهور رئیس غني به د شنبې په ورځ په بامیانو کې څو انکشافي پروژې پرانیزي.

جمهور رئیس غني په دې وروستیو اونیو کې ولایتونو ته خپل سفرونه زیات کړي دي. هغه تېره اوونۍ پکتیکا ولایت ته تللی وو.

که څه هم د افغانستان جمهوري ریاست ولایتونو ته د جمهور رئیس غني سفرونه د هغه د کار یوه برخه ګڼي او وايي، چې جمهور رئیس غني په تېرو څلورو کلونو کې په پرله پسې ډول په ولایتونو کې د خلکو له حال څخه د ځان د خبرولو لپاره زیات شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او د دغو سفرونو لړۍ به نوره هم دوام ومومي.

خو د جمهور رئیس یو شمیر مخالف سیاسي مشران او چارواکي ولایتونو ته د جمهور رئیس غني سفرونه په یو ډول د جمهور رئیس غني له خوا د ځان لپاره ټاکنیز کمپاین بولي. خو ارګ دا انګېرنې ناسمې بولي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنو ته څه باندې شپږ میاشتې پاتې دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې د حمل د ۳۱ مې ورځې په ټاکنو کې برخه اخلي.

تراوسه لا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو لپاره مهال ېیش نه دی ټاکلی.

XS
SM
MD
LG