د لاس رسي وړ اتصالات

غني د پکتیکا ولایت نوې ودانۍ پرانستله


ولسمشر غني د خپلو ولایتي سفرونو د لړۍ په دوام نن شنبه د لړم پر ۱۲مه پکتیکا ولایت ته تللی.

ولسمشر ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر غني دغه ولایت ته په رسېدو سره د پکتیکا ولایت له پوځي او امنیتي چارواکو سره ددغه ولایت پر ملکي او امنیتي وضعیت خبرې کړي.

​ارګ وايي ولسمشر غني د دغه ولایت د امنیتي مسؤلینو د راپور تر اورېدو وروسته د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي سرتېرو سرښندنې ستایلي او ویلي هغه ځواکونه چې د امنیت په برخه کې اغېز ناک رول لوبولی وبه ستایل شي.

ولسمشر غني د پکتیکا ولایت مقام نوې ودانۍ هم پرانیستله.

دا په دې وروستیو کې ولایتونو ته د ولسمشر غني د سفرونو د لړۍ په دوام شپږم ولایتي سفر دی.

ولسمشر غني د تلې میاشتې پر پنځمه غزني، پر دریارلسمه بلخ او د همدې میاشتې درویشتمه کاپیسا او پروان ولایت ته تللئ وو.

ښاغلی غني په روانه لړم میاشت کې کندهار او هلمند ولایتونو ته هم تللئ وو.

په داسې حال کې چې د ولسمشر غني د پنځه کلنې دورې پای ته رسېدو ته تر یوه کال کمه موده پاتې ده افغان شنونکي ولایتونو ته د ولسمشر غني وروستي سفرونه تر ډېره یو ډول انتخاباتي کمپاینونه بولي.

ښاغلي غني تېره اوونۍ له بلومبورګ خبري شبکې سره په مرکه ویلي و چې غواړي د ۱۳۹۸کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

غني دغه شبکې ته ویلي چې له بیا نوماندۍ څخه یې هدف د ناتمامه کارونو بشپړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د مهال وېش په اړه یې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره مشورې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG