د لاس رسي وړ اتصالات

غني پروان کې څو پروژې پرانیستې


جمهور رئیس غني پروان ته د خپل د دوشنبې د ورځې سفر پر مهال د بریښنا یوه پروژه هم پرانیستله.
جمهور رئیس غني پروان ته د خپل د دوشنبې د ورځې سفر پر مهال د بریښنا یوه پروژه هم پرانیستله.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن د دوشنبې په سهار (تلې ۲۳ مه) د پروان ولایت ته رسیدلی دی.

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې جمهور رئیس غني پروان ولایت ته د رسیدو وروسته د "باريک‌آب" د صنعتي او کرنيز پارک د کار پرانیسته وکړه.

دغه پارک چې په ۱۰۲۵ جریبه ځمکه جوړ شوی، تر اوسه یې ۳۴۰ نمرې پر صنعتکارانو وېشل شوې دي.

همداشان جمهور رئیبس محمد اشرف غني د خپل دغه سفر په ترڅ کې د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېست.

دغه ۲۲.۴۸ کیلومتره اوږد سړک د اسیا پراختیایي بانک په مالي لګښت په اساسي ډول قیر شوی.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي، چې په پام کې ده، چې جمهور رئیس غني به پروان ولایت ته د دغه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ملکي، نظامي چارواکو او مخورو سره هم جلا کتنې ولري.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته ویلي، چې جمهور رئیس غني به د خپل دغه سفر په مهال د پروان ولایت د مدني ټولنې د استازو سره هم لیده کاته وکړي.

XS
SM
MD
LG