د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني د یکشنبې په ورځ امریکا ته ځي

ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم ملګرتیا وکړي
ټاکل شوې چې جمهوررئیس غني سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم ملګرتیا وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د ګډون په موخه د یکشنبې په ورځ د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ امریکا ته لاړ شي.

جمهور رئیس غني په لومړي ځل د افغانستان د جمهور رئیس په توګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډو کې ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې جمهور رئیس غني سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم ملګری وي.

د دغې اعلامیې له مخې جمهور رئیس غني به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا ترڅنګ د یو شمیر هیوادونو د مشرانو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم لیده کاته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې د سپټامبر په نولسمه ورځ پیلیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ راروانه غونډه د دغې ټولنې ۷۲ مه غونډه ده، چې سږکال د پوهنې، چاپیریال ساتنې، ټولنیز پرمختګ پر سر د بحثونو ترڅنګ سولې ته د خلکو د لیوالتیا او ټولو خلکو ته د یو شان ښه ژوند شرایطو د برابرولو تر عنوان لاندې غونډې کوي.

تراوسه لا ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته د جمهوررئیس غني د وینا محتویات په ډاګه شوي نه دي.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د جمهور رئیس غني ګډون د دې لپاره هم مهم دی، چې امریکا تازه افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې ده.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد محمد موسی فریور امر یکا غږ ته وویل چې جمهور رئیس غني به هڅه وګړي چې د ملګروملتونو د تربیون له لارې خپل غږ په اوچت ډول نړیوالو ته ورسوي اوهم به افغانستان او سیمې ته د تروریزم له اړخه په ورپيښو ګواښونو به وغږیږي.

د کابل پوهنتون یو بل استاد پوهاند ودیر ساپی په دې باور دي چې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په ستونزو باندې بحث او خبرې په نړیواله کچه د دغه هیواد ستونزې مطرح کوي، نو ځکه ښاغلی ساپی، په دی غونډه کې د جمهور رئیس غني ګډون بې ګټې نه ګڼي.

ښاغلي ساپي وویل " د افغانستان جمهور رئیس ګډون ضرور دی، ځکه چې افغانستان کې لا هم په جګړه روانه ده، امنیت په کې نه دی ټینګ شوی، د ده سفر دومره اهمیت لري چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګیدو په برخه کې د خپلو هلوځلو په اړه څرګندونې وکړي او که چیرې مشکلات لري هغه مطرح کړي او د اقتصادي مرستو لپاره د ملګروملتونو پاملرنه راجلب کړي ترڅو خلک د فقر له کرښې وژغورل شي".

تراوسه لا څرګنده نه ده چې جمهور رئیس غني به ملګروملتونو ته په کومه ورځ وینا وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG