د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: امریکا هڅه کوي ایران په اقتصادي جنګ کې مات کړي


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل چې هیواد یې د امریکا سره په اقتصادي جگړه اخته دی. د هغه په وینا واشنگټن هڅه کوي چې په "اقتصادي جگړې" سره ایران په گونډو کړي.

ښاغلي روحاني د سه شنبې په ورځ (جون ٢٦) په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې "امریکا زمونږ هیواد نشي ماتولی، زمونږ دښمنان پدې نشي بریالي کیدای چې مونږ ځان ته په گونډو کړي".

هغه دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې ایراني سوداگرو د هغه هیواد د پارلمان په مخکې مظاهرې او د پولیسو سره اخ و ډب وکړ.

ایراني سوداگرو د دوشنبې په ورځ د تهران په ستر بازار کې د ایراني پیسو (ریال) د ارزښت د لویدلو په غبرگون کې په یو بیساري اعتصاب لاس پورې کړ او بیا نور مظاهره کوونکي لارو کوڅو ته ووتل.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان وکړ چې د ایران او لویدیځ ترمنځ له اټومي تړون نه وځي او د هغه په وینا پر تهران باندې به بیرته اقتصادي بندیزونه ولگوي.

مظاهره چا وکړه

تر اوسه نده څرگنده شوې چې د دوشنبې د ورځې د مظاهرو مشري چا کوله، خو د ایران نیمه رسمي خبري اژانسونه پارس، اسنا او تسنیم وایي دغه مظاهرې د تهران په ستر بازار کې وروسته له هغې وشوې چې ایراني ریال د حکومت د هڅو سره سره په تور بازار کې د یو ډالر په وړاندې ٩٠ زرو ریالو ته راټیټ شو.

ایراني سوداگر د ایران د اتومي تړون له معاملې نه د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د وتلو او پدې هیواد باندې د نویو بندیزونو د لگولو په وجه اندیښمن دي.

پدې ترڅ کې د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني ویلي دي چې د روحاني حکومت د اقتصادي ستونزه په وړاندې پوره کار ندی کړی.

تیر کال هم په ایران کې ورته مظاهرې شوې وې چې د هغه هیواد ٧٥ ښارگونو او ښارگوټو ته غزیدلې وې.. په هغو مظاهرو کې ٢٥ نفر وژل شوي وو او لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان نیول شوي وو.

تیره میاشت ایران د امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ١٥ غوښتنې مطرح کړې چې په کې د ٢٠١٥ کال اټومي تړون ته د امریکا بیرته راتگ شامل و. واشنگټن هم ددغو غوښتنو په وړاندې ورته لست وړاندې کړ.

د امریکا په غوښتنو کې د ایران په پوځي او سیمه ییز سیاست کې عمده بدلون شامل دی چې د امریکایي مقاماتو په باور که ایران یې ومني نو "د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه" به پرې ولگیږي.

XS
SM
MD
LG