د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سهشنبې په ورځ (جنوري ۲۷) د اسرائیل له خوا د هغه وروستي یرغمل شوي د مړي د تر لاسه کیدو هرکلی وکړ چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د حماس د ترهګریز برید پر مهال وژل شوی و.
دا یرغمل شوی کس، ران ګویلي نومېدو او د اسرائیل د پولیسو یو افسر و چې د حماس په برید کې له وژل کېدو وروسته مړی یې غزې ته انتقال شوی و.
ټرمپ د سهشنبې په ورځ د نیویارک ښار د WABC راډیو د "Sid and Friends in the Morning" په نوم خپرونې ته وویل: "موږ ښه خبر لرو، موږ وروستی یرغمل شوی کس هم بېرته ترلاسه کړ."
ټرمپ د ګویلي د مور او پلار په اړه، چې تېره میاشت یې په فلوریډا کې د اسرائیلو د صدراعظم د سفر پر مهال ورسره لیدلي وو، وویل: "هغوی د خپل زوی جسد بېرته غوښت، داسې غوښتنه مې لږه لیدلې ده."
د اسرائیلو پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په یوه هدیره کې یې د ګویلي جسد موندلی او پېژندلی دی، او ویې ویل: "په رسمي ډول اوس په غزه کې نور یرغمل شوي کسان نشته."
له غزې څخه د ټولو ژوندیو او وژل شویو یرغمل کسانو بېرته ستنول، چې د ترهګرو ډلو لهخوا نیول شوي وو، د امریکا په منځګړیتوب د اکتوبر د اوربند یو مهم شرط و. دغه اوربند د اسرائیلو او حماس ترمنځ دوه کلنه جګړه ودروله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د برید له امله پیل شوې وه. دا اوربند، چې حماس یې کمزوری کړ، د ټرمپ له خوا د غزې د سولې د شلو مادو د پلان لومړی پړاو و چې هغه پخپله یوه میاشت مخکې اعلان کړی و.
ټرمپ په خپلې مرکې کې وویل: "موږ هغه ۲۰ [ژوندي یرغمل شوي] بېرته راوستل، تر دې مخکې مو هم ډېر، سلګونه کسان راوستي وو، او اوس مو د ټولو وژل شویو کسانو مړي هم بېرته ترلاسه کړل. په یاد ولرئ، ټولو ویل دا کار ناممکنه دی."
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولاین لیوېټ، وویل چې د وروستي یرغمل شوي کس د مړي ترلاسه کول د امریکا د ولسمشر، د اسرائیلو د دولت، او « د ټولې نړۍ لپاره» یو ریښتونی لوی سیاسي بری دی.
هغې د دوشنبې په ورځ د مطبوعاتي غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل: "ولسمشر ناممکن کار ممکن کړ، دا د ولسمشر، د متحده ایالتونو، زموږ د متحدینو، او همدارنګه د منځني ختیځ د سولې لپاره ډېر ښه خبر دی."
اسرائیلو ویلي وو چې د رفح د سرحدي لارې د بیا پرانیستلو اجازه به تر هغه وخته ورنه کړي، څو د ګویلي مړی بېرته ترلاسه شوی نه وي. دغه لاره د غزې او مصر ترمنځ ده او د جګړې پر مهال د اسرائیلو پوځ نیولې وه.
حماس د اوربند له پیل درې ورځې وروسته، د اکتوبر پر ۱۳مه، وروستي ۲۰ ژوندي پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کړل. همدارنګه یې په راتلونکو اونیو کې د پاتې ۲۸ وژل شویو یرغمل شویو کسانو له ډلې د ۲۷ کسانو جسدونه هم اسراییلو ته ور وسپارل.
د اوربند د یوې برخې په توګه، اسرائیلو څو زره فلسطیني بندیان خوشې کړل او د سلګونو وژل شویو فلسطینیانو پاتې شوني یې بیرته وسپارل. اسرائیلي ځواکونه هم له غزې څخه له ځینو سیمو ووتل، خو لا هم د هغې شاوخوا نیمايي خاوره، چې د اسرائیلو له پولې سره نږدې ده، تر خپل کنټرول لاندې لري.
ټاکل شوې ده چې د ټرمپ د غزې د سولې د پلان د دویم پړاو له مخې، یو نړیوال سوله ساتی د ثبات ځواک د غزې هغه نیمایي برخه ته داخل شي چې لا هم د حماس تر کنټرول لاندې ده څو دغه ډله بېوسلې کړي. خو حماس د بېوسلې کېدو غوښتنې رد کړې دي.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۲مه، په داووس کې، د سولې یو نړیوال بورډ پرانیست چې د غزې لپاره د هغه د سولې پر پلان به څارنه کوي او کېدای شي د نورو نړیوالو شخړو د حل هڅه هم وکړي، چې شاوخوا ۲۰ نور بنسټايښودونکي هېوادونه به هم ورسره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نومبر په یوه پرېکړهلیک کې د غزې د سولې پلان او د سولې د بورډ وړاندیز تایید کړ.
د پلان د دویم پړاو د یوې برخې په توګه، د ټرمپ ادارې همدا میاشت د «غزې د ادارې د ملي کمېټې یا» (NCAG) د جوړېدو اجازه ورکړه، چې یوه فلسطیني تخنیکي اداره ده او د غزې د ورځنیو چارو د سمبالولو مسولیت به پر غاړه ولري.
فورم \ دبحث خونه