په داسې حال کې چې د ایران د جګړې له امله د نړیوالو تیلو بیې او مالي بازارونه له بیلابیل او نامعلوم حالت سره مخ دي ولسمشر ټرمپ وایي د هرمز مهم تنګي د خوندي کولو لپاره له متحدینو سره “په اړیکه کې” دی.
د نړیوالو خامو تیلو بیې او مالي بازارونه سهار د راکړې ورکړې په مهال ګډ حالت لري، ځینې مخ په ځوړ او ځیني مخ په لوړ روان دي. دا پداسې حال کې ده چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د ګډو پوځي عملیاتو په جریان کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر متحدینو غږ کوي چې له متحده ایالتونو سره “د هرمز د تنګي په خوندي کولو کې” مرسته وکړي.
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارولین لیوېټ د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۱۸) فاکس نیوز خبري شبکې ته وویل: "ولسمشر ټرمپ، د دفاع وزیر پیټ هګسېت او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو “په اروپا او د عربي هیوادونو او د خلیج په سیمه کې له خپلو سیالانو سره، البته زموږ له متحدینو سره، په اړیکه کې دی چې نور ډیر ګامونه پورته کړي او له متحدو ایالتونو سره د هرمز تنګي په خوندي کولو کې مرسته وکړي. دا کار تر دې هم زیات چې د متحده ایالاتو په ګټه وي، د دوی په ګټه دی."
له دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ، ټرمپ د ټروت سوشیل د ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې وویل: “زه حیران یم چې څه به وشي که موږ د ایراني ترهګر دولت پاتې برخه ‘بشپړه ختمه’ کړو، او هغه هېوادونه پرېږدو چې ترې استفاده کوي، د دې تش په نامه ‘تنګي’ مسوولیت وانه خلو؟ دا به زموږ ځینې هغه ‘متحدین’ چې ځواب نه ورکوي، په چټکۍ سره په حرکت راولي!!!”
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې عراق د خپلې نیمه خپلواکې سیمې کردستان سره هوکړه کړې چې د ترکیې له لارې د پایپ لاین له لارې د تېلو صادرات بیا پیل کړي.
د امریکا د ویسټ ټکساس معیاري خامو تېلو بیه یوه سلنه راټیټه شوه چې له هر بیرل څخه د ۹۵ ډالرو څخه لږ څه پورته وه. دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال معیار برېنټ خام تېلو بیې لږې لوړې شوې یعنی له ۱۰۴ ډالرو اوښتې دي.
نړیوال مالي بازارونو حالت هم توپیر کوي. پداسې حال کی چې جګړه نولسمې ورځې ته غزیدلې ده، داسې نښې څرګندیږي چې د اسهامو بازارونه به تر یوې کچې باثباته حالت غوره کړي.
د ایران په سوېل کې د ساوت پارس په نوم د طبیعي ګازو د پروسس په لویو تاسیساتو بریدونه شوی خو سمدستي دا څرګنده نه ده چې دا برید چا کړی دی.
همدارنګه، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وویل چې د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ د ایران د ساحلي سیمو په اوږدو کې د توغندیو پر ځایونو څو ۵۰۰۰ پونډه لرونکي بمونه، چې ژور ته ننوځي، غورځولي چې تنګي ته نږدې دي.
دا هغه حیاتي تنګه سمندري لاره ده چې د نړۍ ۲۰ سلنه تېل له همدې لارې تېرېږي.
فورم \ دبحث خونه