د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۱۳) اعلان وکړ چې متحده ایالتونه د ایران په بندرونو او د تیلو په ترمینلونو باندې سمندري محاصره بیا پیلوي.
ولسمشر د اوبو په دغې ستراتېژیکې لار کې په کښتیو باندې د ایران د بریدونو په ځواب کې وویل چې امریکا د هرمز تنګي "نیولو" ته چمتو ده.
ولسمشر دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې، چې ایراني ځواکونو د هرکز له تنګي څخه د قبرس تر بیرغ لاندې په تېرېدونکي کښتۍ برید وکړ چې امریکايي پوځ یې په ځواب ایراني اهداف ووېشتل.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل، "د هرمز تنګی خلاص دی له ایران سره او یا له ایران پرته به خلاص پاتې وي. موږ د ایران محاصر بیا پیلوو، دا نوم ځکه ورکوو چې دا د ایران او د هغه د پېرودونکیو د کښتیو د تګ او راتګ مخه نیسي."
هغه لیکلي دي، "نور ټول هېوادونه به دا تنګی په ازاد او عادلانه ډول کاروي. "
متحدو ایالتونو د روان کال د اپریل په ۱۳مه نېټه د هرمزتنګی محاصره کړ چې هدف يې په ایران باندې فشار راوړل چې د خپلو اتومي پروګرام په اړه خبرې وکړې، خو دا محاصره د جون په ۱۸مه نېټه د یوې موافقې له لاسلیک کېدو وروسته لېرې شوه.
ولسمشر ټرمپ د دغې محاصرې اغیز ستایلی او ویلي دي چې په دې محاصرې سره ایران د ورځې ۵۰۰ میلیون ډالر د تیلو عواید له لاسه ورکوي.
ولسمشر ټرمپ په خپل پوست کې دا یادونه هم کړې ده چې متحده ایالتونه به په تجارتي کښتیو باندې د بریدونو د مخنیوي لپاره دا تنګي کنترولولي او چارې به یې مخې ته وړي.
هغه لیکلي دي چې د نړۍ د دغې لانجمنې لارې د خوندیتوب له کبله به د کارګو ټولې بېړۍد خپلو بارونو د ارزښت ۲۰سلنه متحدو ایالتونه ورکوي.
فورم \ دبحث خونه