د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او اسرائیل عملیات د ایران ترهګر رژیم 'ویجاړوي'

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي د متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډ عملیات، چې تقریبآ دوې اونۍ کېږي پیل شوي، د ایران ترهګر رژیم «ویجاړوي». د جګړې وزیر پېټ هګسیت وايي د متحدو ایالتونو ځواکونو د عملیاتو په څوارلسمه ورځ د ایران په فضا کې خپل بریدونه شدید کړي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) په خپل ټروټ سوشېل حساب کې ولیکل: «موږ، پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې د ایران ترهګر رژیم په بشپړ ډول ویجاړو.»

ولسمشر ټرمپ د دغه رژیم د سمندري او هوايي ځواک، میزایلو او ډرونونو د ویجاړولو او مشرتابه د ختمولو یادوونه کړې او ویلي: «موږ بې جوړې وسله وال ځواک لرو، بیحده زیات مهمات او ډېر وخت لرو- وګورئ چې نن له دغو لیونيو بدمعاشانو سره څه کېږي.»

په همدې ورځ د جګړې وزیر پېټ هګسیت د پنټاګون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د متحدو ایالتونو پوځ به، د فبرورۍ د ۲۸ نېتې د عملیاتو له پیل راهېسې، د ایران او تهران په فضا کې خپل «تر ټولو ډېر» بریدونه وکړي.

هغه وویل چې د متحدو ایالتونو او اسرائیل هوايي ځواکوو تر دې دمه د دښمن ۱۵۰۰۰ اهداف وېشتلي دي چې د ورځې څه باندې ۱۰۰۰ هدفونه کېږي او په خبره یې «په نړۍ کې د نورو هېوادونو هېڅ ډول ترکیب ددې وړتیا نلري».

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پېټ هګسیت وویل: «ایران هوايي دفاع نه لري. ایران هوايي ځواک نه لري. ایران سمندي ځواک نه لری. د هغوی میزایل، میزایل توغوونکي او بې پیلوټه الوتکې له منځه وړل کېږي او په هوا کې وېشتل کېږي. د هغوی د میزایلو اندازه ۹۰ سلنه کمه شوې ده... او نړۍ د هرمز په تنګي د هغوي د بیځایه هڅو او نا امیدیو ننداره کوي.»

نوموړي همدغه راز وویل چې د ایران د رژیم نوی ټاکل شوی مشر، علي مجتبی چې د خپل پلار خامنه يي ځای ناستی دی، هم «ژوبل دی» وي.

د متحدو ایالتونو د پوځ لوی عمومي درستیز ډن کین له وزیر پیټ هګسیت سره په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د عراق په لویدیځ کې د امریکا KC-135 تېل اچوونکي الوتکې د غورځېدو په اړه معلومات ورکړل.

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني (سنټکام) وايي چې په دغې پېښې کې شپږ امریکايي عسکر وژل شوي او دا پېښه د دښمن او یا دوست د برید له کبله نه ده.

ډن کین وویل: «موږ لا هم دا د ژغورنې او موندنې عملیات بولو. هماغسې چې سنټکام ویلي دي د دغو هوايي ځواکونو څلورو تنو سرتیرو مړي نن سهار موندل شوي، هوايي ځواک او سنټکام به د معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته جزییات وړاندې کړي. »

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG