د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپلو اتباعو ته نړیوال امنیتي خبرداری خپور کړ

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه (جولای۲۱) خپلو اتباعو ته یو امنیتي خبرداری خپور کړی او له هغوی یې غوښتي چې په منځني ختیځ کې د شخړې له کبله په سفرونو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې نړیوال امنیتي چاپېریال لا هم تاوتریخجن دی او امریکايي اتباع هڅول شوي چې د سفرونو په مهال د متحدو ایالتونو د سفارتونو او محلي مقاماتو امنیتي خبرداریو ته پام وکړي.

امریکا خپلو اتباعو ته دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې امریکایي ځواکونو ورسته تر هغې چې جمهور رئیس ټرمپ د ایران سره موقتي اوربند پای ته ورساوه، پدې هیواد باندې پرله پسې لسم ځل دی چې هوایي بریدونه کوي.

ایران بیا د دې بریدونو په ځواب کې د منځني ختیځ په یو شمیر هیوادونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په د ټروت سوشل په کې ولیکل چې د ایران له لوري د هر امریکایي د وژل کېدو په بدل کې به "څو چنده لوړ قیمت" ورکړي.

د راپورونو په اساس په سیمه کې د متحدو ایالتونو په تاسیساتو بندې د بریدونو له کبله درې امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG