امريکا او ايران روانه اونۍ په سوېس کې د خپلې جګړې پای ته رسولو لپاره د يوې موافقې د رسمي لاسليک کولو لپاره چمتووالی نيسي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (جون ۱۷) په فرانسې کې د نړۍ سترو صنعتي هیوادونو یا جي-۷ د سرمشریزې په وروستۍ ورځ وويل چې د تفاهم يادښت لا تر اوسه نهایي شوی ندی او خبرداری يې ورکړ چې که د هغه خوښ نه شي، کیدای شي امريکا بيا په ایران بمباري پيل کړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جې-۷په غونډې کې د یو خبري کنفرانس پرمهال د هوکړې د ګټو په اړه وغږید.
نوموړي وویل،"موږ د یکشنبې په ورځ له ایران سره یوې هوکړې ته ورسیدو چې د ترلاسه کیدو لپاره زموږ ټولې موخې پوره کوي. د اوسنۍ جګړې پای ته رسول، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی. "
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له خوا د هوکړې د شرایطو د نه پلي کیدو په صورت کې د نورو نظامي اقداماتو خبرداری ورکړ.
ټرمپ وویل:"دا د پوهاوي یو سند دی. که دا په ۶۰ ورځو کې عملي نشي، پروا نه کوي، موږ بیرته بمباریو ته ستنیږو."
ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې امریکا د هوکړې د برخې په توګه ایران ته په مستقیم ډول پيسې نه ورکوي.
ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه،" موږ پيسې نه ورکوو. یوازې که هغوی ښه رفتار وکړي. که هغوی کارونه په سمه توګه ترسره نکړي، که خلک وغواړي چې پانګونه وکړي، هغوی پانګونه کوی شي."
بلخوا د ولسمشر ټرمپ مرستیال جې ډي ونس سي بي اس ټلویزیوني شبکې ته د چهار شنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د شوې هوکړې متن به د روانې اوونۍ تر پایه خپور شي.
جې ډي ونس وویل،" په لنډه توګه، دا کار د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي. له همدې امله تاسو د تیلو بیې ټیټي شوي. دا یو داسې چوکاټ هم برابروي چې له مخې یې که ایرانيان موږ ته هغه څه راکړي چې موږ ورته اړتیا لرو -- د ترهګرۍ تمویل بندول او د اټومي وسلو د غوښتل پریښودل- نو بیا دوی ځینې ګټې ترلاسه کولی شي او د نړۍ اقتصاد ته به بیا راوبلل شي."
تمه کیږي چې دا هوکړه د روانې اوونۍ په پای کې په سویس کې د جې ډي ونس له خوا لاسلیک شي.
فورم \ دبحث خونه