د لاس رسي وړ اتصالات

ونس: د امریکا او ایران تړون 'په بنسټیز ډول یو ښه تړون دی'

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د امریکا او ایران د هوکړې په اړه اضافي توضیحات ورکړي چې پکې یو داسې چوکاټ هم شامل دی چې ایران د ترهګرۍ له تمویل څخه منع کوي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې پرېږدي.

ونس د چهار شنبې په ورځ (جون ۱۷) له سي بي اس ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل پر ایران د اقتصادي بندیزونو لیرې کیدل د هغو مواردو په پلي کولو پورې اړه لري چې پرې هوکړه شوې ده.

د ولسمشر ټرمپ مرستیال وویل:"دا په بنسټیزه توګه د امریکایي خلکو لپاره یو ښه معامله ده،" نوموړي ددغې هوکړې په اړه ناسم انځورونه او تصورات غلط وبلل.

ونس وویل، هوکړه اغیزې لري او هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او له همدې امله د تیلو بیې راټیټې شوي دي.

هغه وویل: "دا یو داسې چوکاټ هم برابروي چې له مخې یې که ایرانيان موږ ته هغه څه راکړي چې موږ ورته اړتیا لرو – د ترهګرۍ تمویل بندول، او د اټومي وسلو د ترلاسه کیدو پریښودل – نو بیا دوی ځینې ګټې ترلاسه کولی شي او د نړۍ اقتصاد ته به بیا راوبلل شي."

مرستیال ولسمشر وویل، هغه ګټې چې ایران له دې تړون څخه اخلي هغه د یاد هیواد پر اقتصاد د لګیدلو بندیزونو لري کیدل دي.

ونس وویل "موږ د هغوی اټومي پروګرام له منځه وړی دی، خو یو له هغو کارونو څخه چې ولسمشر یې کولو ته هڅه کوي، دا دی چې هغوی په داسې ډول تشویق کړي چې د اوږدې مودې لپاره د دغه پروګرام د بیا رغولو هڅه ونه کړي."

هغه وویل:"موږ اړ نه یو چې د راتلونکو څو کلونو لپاره د ایران د اټومي وسلو په اړه اندېښنه ولرو، خو راتلونکی نسل هم باید دا اندیښنه ونلري."

ټاکل شوې ده چې ونس د جمعې په ورځ د امریکا په استازیتوب د تړون لاسلیک کولو لپاره سویس ته سفر وکړي. هغه وویل چې د تړون بشپړ متن به تر جمعې ورځې خپور شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG