د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته نږدې شوې دي، او دا به داسې یوه هوکړه وي چې ښايي ټوله اروپا پکې شامله وي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (نومبر ۵مه) په سپینې ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له استازي کیریل دیمیتریف سره تر لېدنې وروسته کړې دي، خو ددغې لېدنې جزییات یې په ډاګه نه کړل.
ولسمشر ټرمپ وايي "یوه هوکړه به وشي، دا به یو لوی تړون وي او د اوکراین مسلې څخه به لا پراخ وي. دا به یو ډېر لوی تړون وي او ان ویلی شم چې ښایي ټوله اروپا پکې شامله شي. دا به یو لوی او ښکلی تړون وي او هر څوک به ترې خوښ وي. "
بلخوا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي او د امریکا مذاکره کوونکي جېرډ کوشنر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه په اروپا کې د یوه نوي امنیتي چوکاټ د جوړولو لپاره د امریکا له طرحې خبر ورکړی دی.
ښاغلي کوشنر په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي، واشنګټن له اوکراین، ناټو او اروپايي هیوادونو سره د یوه اوږدمهاله میکانېزم پر جوړولو خبرې کوي، څو د اروپا او روسیې ترمنځ کړکېچ راکم کړي.
کوشنر لیکلي: "اروپا او روسیه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د یوه باثباته امنیتي چوکاټ په جوړولو کې له ستونزو سره مخ دي. د لسیزو بې باوري، متضادې امنیتي اندېښنې او د دې جګړې ویجاړوونکې پایلې، دغه ستونزه په یوه خورا پېچلې مسئلې بدله کړې ده، خو د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د دې ستونزې حل اړین دی".
د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي زیاته کړې، د امریکا موخه د داسې عملي ترتیباتو رامنځته کول دي چې د ټولو ښکېلو لورو امنیتي اندېښنو ته ځواب ووایي، د راتلونکو شخړو خطر راکم کړي او د امنیت لپاره یو باثباته او د وړاندوینې وړ چاپېریال رامنځته کړي.
کوشنر په متحده عربي اماراتو کې د سولې راتلونکو خبرو ته په اشارې وویل:
"موږ به د دغو مذاکراتو په څنډه کې له خپلو اروپايي شریکانو سره نږدې مشورې وکړو او که پرمختګ ترلاسه شي، هڅه به وکړو چې د خبرو اترو پر لور یو پراخ او څو اړخیز چوکاټ رامنځته کړو، چې اروپايي هېوادونه هم پکې مستقیم ګډون ولري. "
تر دې مخکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وېټکاف اعلان کړی و چې واشنګټن به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه په ابوظبۍ کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د کارپوهانو په کچه د مذاکراتو منځګړیتوب وکړي.
وېټکاف په کییف، اسلو او سنپترزبورګ کې د تېرو مشورو لاسته راوړنو ته په اشارې، هیله څرګنده کړې چې دغه مذاکرات به د جګړې د پای ته رسولو او د اوږدمهاله امنیت د تأمین لپاره د یوه هراړخیز او دوامداره توافق لامل شي.
د اوکراین د اشغال شویو سيمو او د امنیتي تضمینونو په څېر مسایل لا هم د مسکو او کییف ترمنځ د بسټیزو اختلافاتو په توګه په خپل ځای پاتې دي.
اوس ټول پام د اوبوظبۍ غونډې ته دی، خو لا هم روښانه نه ده چې دا مذاکرات به د هغې جګړې د پای ته رسولو لپاره لاره هواره کړي، چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې روانه ده.
فورم \ دبحث خونه