د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پوتین له استازي سره کتلي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د (نومبر ۵مه) وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له استازي کیریل دیمیتریف سره یې په سپینه ماڼۍ کې لیدلي دي؛ خو د لیدنې جزییات یې په ډاګه نکړل.

ولسمشر ټرمپ له دیمیتریف سره د خپلو خبرو اترو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې وویل: "زه درته ویلی نشم چې موږ په څه اړه خبرې وکړې. "

د روسیې د ولسمشر استازی کیریل دیمیتریف په کې په یوې غونډه کې ګډون کړی وو چې موخه یې د لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ د هغو هڅو ستاینه وه چې په دې وروستیو کې یې روسیې او اوکراین ترمنځ د یوه محدود اوربند په رامنځته کولو کې کړې وې.

ولسمشر ټرمپ وویل چې سپینه ماڼۍ ته له راغلي اوکرایني پلاوي سره یې ندي لیدلي.

د روسیې له خوا د اوکرایني ملکي وګړو د روانو بریدونو او وژنو په اړه ټرمپ وویل چې دا موضوع یې له پوتین سره مطرح کړې ده. خو هغه اوکراین هم د ملکي وګړو په وژلو تورن کړ او ویې ویل چې دواړه لوري د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ښکېل دي.

ټرمپ وویل: "زه تل دا موضوع مطرح کوم، خو د مقابل لوري په اړه هم خبرې کوم، ځکه هغوی هم خلک وژني، پوهېږئ. "

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "روسیه هم خپل ملکي وګړي له لاسه ورکوي. "

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو د احتمال په اړه ولسمشر ټرمپ وړاندوینه وکړه چې بالاخره به یو تړون لاسلیک شي؛ هغه تړون چې د ده په وینا، ښایي له اوکراین څخه پراخ وي او د اروپا نور هېوادونه هم پکې شامل شي.

ولسمشر ټرمپ وايي"یو تړون به وشي. دا به یو لوی تړون وي او له اوکراین څخه به پراخ وي. دا به یو ډېر لوی تړون وي او ان ویلی شم چې ښایي ټوله اروپا پکې شامله شي. دا به یو لوی او ښکلی تړون وي او هر څوک به ترې خوښ وي. "

د ایران د جګړې په تړاو ولسمشر ټرمپ شک څرګند کړ چې ایا اوس هم دغه وضعیت ته د جګړې نوم ورکول کېدای شي او که نه، ولسمشر ټرمپ دا وضعیت د ویتنام له جګړې او د اوکراین پر وړاندې د روسیې له روانې جګړې سره پرتله کړ او ویې ویل چې په دې نښته کې یوازې ۱۸ امریکایي وګړي وژل شوي دي.

هغه همدا شان اشاره وکړه چې له څو میاشتو راهیسې هېڅ امریکایي وګړی نه دی وژل شوی.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG