ولسمشر ټرمپ: له ایران سره هوکړې ته اړتیا نلرو لرو؛ د دغه رژیم پیسې او د هرمز تنګی زموږ په واک کې دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د (نومبر ۱۲مه) اعلان وکړ چې متحده ایالتونه نور له ایران سره هوکړې ته اړتیا نه لري.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټروت سوشل حساب کې لیکلي، "د داسې هوکړې وخت ډېر پخوا تېر شوی دی."

ښاغلي ټرمپ وویل چې امریکا اوس د ایران سلګونه میلیاردونه ډالر پیسې په واک کې لري او زیاته یې کړه: د ایران (هرمز تنګی) هم زموږ په واک کې دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت تر دې وړاندې له ایران سره د یوې هوکړې د امکان دروازه نه وه تړلې.

خو د متحدو ایالتونو ولسمشر اوس وايي چې شرایط بدل شوي دي او نور له ایران سره داسې یوې هوکړې ته اړتیا نشته.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران جګړې په هکله پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دې جګړې د پای ته رسیدو وروسته به ټوله نړۍ خوندي او ارامه شي او له هغو خطرونو به پاک ځای وي چې موږ یې د زغملو لپاره اړ شوي وو.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (نومبر۱۱) د امریکا د پخوانیو سرتېرو د یادونې ورځې په مناسبت د ارلنګټن په ملي هدیره کې له ایران سره په جګړه کې د ۱۸ امریکايي سرتېرو وژل کېدو ته په اشارې او د نورو سرتېرو د خدمتونو د قدردانۍ ترڅنګ، یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې ایران باید له اټومي وسلو څخه پاک وي.

ولسمشر ټرمپ وايي:"د پخوانیو سرتېرو د دې ورځې په مناسبت، غواړم له ټولو هغو پوځي منسوبینو څخه ځانګړې مننه هم وکړم چې دا مهال هڅه کوي، څو د نړۍ د ترهګرۍ لومړی لمبر ملاتړی دولت، د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. "

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسیږي او متحده ایالتونه به بشپړه بریا ترلاسه کړي.

ولسمشر ټرمپ وايي: "امریکا له ایران سره جګړه نه ده پیل کړې. ایران له ۱۹۷۹ کال راهیسې په امریکا کې جګړه روانه کړې ده. دا موضوع باید ډېر پخوا حل شوې وای. د دې ادارې تر مشرۍ لاندې، او اوس یې وخت رارسېدلی و چې بالاخره یو څوک د ایران پر وړاندې مقابله وکړي.موږ ټولو مقابله وکړه. موږ ځواب ورکړ. او موږ په جدي توګه ځواب ورکړ. او موږ بریالي شو.یوازې دا پوښتنه پاتې ده چې موږ به دا جګړه څه وخت پای ته ورسوو. "

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې پر بشپړې بریا ټینګار کوي چې قطر تازه د واشنګټن او تهران ترمنځ په غیرمستقیمو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

تهران ویلي که د ایران غوښتنې ومنل شي، نو سېمه به په راتلونکو دوو ورځو کې د مثبتو بدلونونو شاهده وي.خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ د ایران غوښتنې د نه منلو وړ او په ځینو مواردو کې له واقعیت څخه لرې بللې دي.

XS
SM
MD
LG