د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جې اوه په ډله کې د واشنګټن له متحدینو سره تر غوندې وروسته وویل چې د امریکا سمندري محاصره او اقتصادي بندیزونه دومره ګټور تمام شوي دي چې ولسمشر ټرمپ د ایران په وړاندې د پراخو نظامي عملیاتو ترسره کیدو ته اړتیا نلري.
نوموړي وویل:"اقتصادي عملیات او هغه فشارونه او تاوانونه چې ددغو اقتصادي بندیزونو له امله پر ایران وارد شوي دي داسې ګټور دي چې ولسمشر پراخو نظامي عملیاتو ترسره کولو ته اړتیا نلري."
روبیو په وار وار دا ادعا رد کړې ده چې نظامي اقدام ته له ستنیدو ډډه کول به د بندون یا د اوسني وضعیت دوام وي.
نوموړي وویل:"کوم اقتصادي فشار چې اوس پر ایران واردیږي، فوق العاده شدید دی او دا فشار په بې سارې ډول زیاتیږي. هره ورځ یې شدت ډیریږي."
روبیو وویل چې ولسمشر ټرمپ همدارنګه په منځني ختیځ کې د امریکا د سیمه ایزو متحدینو نظر ترلاسه کړی دی چې دا ارزونه تاییدوي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د سیمې د هیوادونو په خاص ډول د قطر د امیر له غوښتنې وروسته پریکړه شوې ده چې د اوس لپاره په ایران نظامي عملیات وځنډول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل ایران پخوا هیڅکله له داسې وضعیت سره نه وو مخ شوی چې ونشي کړای خپل تیل په نړیوالو بازارونو کې وپلوري، خو د نوموړي په وینا اوس له داسې وضعیت سره مخ شوی دی.
روبیو وویل:"ایران هوکړې ته ډیره لیوالتیا لري. مشکل دادی کوم شرایط چې مطرح کوي، غیر منطقي او مسخره دي. ته به وایي چې هغوی اوسمهال جدي ندي. خو بې له شکه کیدای شي دا وضعیت بدل شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا وضعیت ممکن بدل شي ځکه اقتصادي فشارونه په تدریج سره د ایراني چارواکو پر پریکړو تاثیر کوي.
دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه چې په ایران کې خلک بالاخره باید ډوډۍ وخوري، د ایران جنګي او امنیتي ځواکونه مالي منابعو ته اړتیا لري او باید معاش واخلي او په پای کې اقتصادي واقعتیونه "د تر ټولو افراطي او لیونیو" کسانو په ذهن کې هم لار پیدا کوي.
فورم \ دبحث خونه