د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران جګړه ژر پای ته رسېږي او د تېلو بیې راټېټېږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران د جګړې په ختمېدو سره د تېلو بیې راټېټېږي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر لومړۍ] ټکساس او ورپسې اوکلاهاما ته تر روانېدو مخکې په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل: "ایران [جګړه] په یو نه یو ډول به ډېر ژر پای ته ورسېږي."

ولسمشر ټرمپ وویل چې د جګړې د پاي ته رسېدو سره سم به د تېلو بیې په "چټکۍ راولوېږي".

ده ټینګار وکړ چې ایران له مالي پلوه، ۳۰۱٪ انفلاسیون لري او د پېسو بیه یې خورا زیاته رالوېدلې ده.

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه چې د ایران پوځ، هوايي ځواکونه او سمندري ځواکونه له منځه تللي دي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر ۳۰مه] په سپينې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ایران د جګړې د ختمولو په اړه د پرېکړې وخت رارسېږي.

له ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه که ایراني مشران "لیونیان" دي نو واشنګټن د تهران سره د څه ډول معاملې په لټه کې دی.

هغه په ځواب کې وویل: "شاید یې والوځوو. موږ باید دا پرېکړه وکړو چې هغوی والوځوو او یا یو جوړجاړی وکړو، خو وخت یې راروان دی."

د ایران حکومت اعلان کړی چې د واشنګټن څخه یې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د تهران د وړاندیز ځواب ترلاسه کړی دی.

ولسمشر ټرمپ ټنیګار کړی چې متحده ایالتونه پر هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري او له لدې تنګي څخه په بېساري توګه تېل انتقالېږي.

ټرمپ وویل چې تنګی د متحدو ایالتونو په کنټرول کې دی او "همدا اوس له هرمز تنګي څخه خورا ډېر تېل راوځي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سه‌شنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګي په اړه د تهران په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د ایران سپاه پاسدران وايي چې هرمز تنګی یې په کنټرول کې دی.

د ټرمپ په وینا، ایران د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو هڅه ځکه کوي چې تهران د ماتېدو او واشنګټن د ګټلو په حالت کې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG